اوه ډله باید د فلسطینیانو د نسل وژنې د بندولو لپاره خپل اړم وکاروي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقائي» وویل د اوه ډلې هیوادونه باید د خپل د دباو له اړم څخه په فلسطین، لبنان ، سوریې او د سیمې په نورو هیوادونو باندې د صهیونیسټ رژیم د تیریو د بندولو او د فلسطینیانو د نسل وژنې د سمدستي د بندولو لپاره استفاده وکړي.
اسماعیل بقائي د اوه ډلې د غړیو هیوادونو بیانیې ته په غبرګون کښې په سیمه کښې د ایران د مهمو ګټو او د ملي امنیت د ساتلو لپاره د تهران په جدي ارادې باندې ټینګار سره له اسرائیلو رژیم څخه د هراخیزه ملاتړ د دوام له لارې د امریکا په شمول له سیمې د ورهاخوا ځینو هیوادونو غیر مسوولانه لاسوهنې په لویدیځه اسیا سیمه کښې د بې ثباتۍ اصلي عامل دي.
د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقائي» د لویدیځې اسیا سیمې د بدلونونو په اړه د اوه ډلې د غړیو غیر مسوولانه او جانبدارانه کړچار دوام ته په غبرګون کښې د صهیونیسټ رژيم د پوځي او امنیتي هدفونو پرضد د ایران د اسلامي جمهوریت وروستي توغندوي عملیات د قدس نیواکګر رژیم تیریګرو اقداماتو ته ضروري ځواب او هغه د جایزې دفاع د ذاتي حق په چوکاټ کښې وباله او د ایران په ملت باندې د دباو لپاره یې د ګواښ او د بایکاټ له اوزاره استفاده کول وغندل.