وعده صادق ۲ عملیات په اسرائیلو باندې تر ټولو ستره توغندوي حمله وه
زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن د انصار الله مشر عبدالملک بدرالدین الحوثي وویل چې د ایران « وعده صادق ۲» پوځي عملیات د صهیونیسټ جعلي رژیم د جوړیدا له وخت راهسې په نیواکي ټاټوبو تر ټولو ستره توغندوي حمله ده.
هغه وویل د ایران توغندوي بریدونه چې په ټول نیواکي فلسطین او د صهیونیسټ رژيم د جاسوسۍ په مرکزونو او پوځي اډو باندې متمرکز وو د دغو حملو په مخه نیولو کښې د امریکا او د اسرائیلو د ماتي د خوړلو سبب شول.
د یمن د انصار الله مشر عبدالملک بدرالدین الحوثي ډاګینه کړه د ایران د اسلامي جمهوریت د توغندیو په وړاندې له اسرائیلي دښمن د امریکا حفاظت کول د دغه چارې د تحقق لپاره د واشنګټن له ژمنو او هڅو سره سره ناکامه شول او وعده صادق دوه په نوم عملیاتو د ایران د توغندوي حملو د مخنیوي لپاره د دښمانانو هڅه ناکامه کړه.
هغه دې ته په اشارې سره چې د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم لخوا د حزب الله د مشر سید حسن نصر الله شهیدول ټول اسلامي امت ته ستر تاوان ورسوه زیاته کړه حسن نصر الله د فلسطین، د لبنان او د ګاونډیو هیوادونو لپاره او د ټول اسلامي امت لپاره ستر رول ، اسلامي بیلګه او نړیوال او سیمه ئیز او ځايي نفوذ درلود.
د یمن د انصار الله مشر په دې خبرې سره چې صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو هم د حسن نصر الله وینا او ګواښونه جدي ګڼل وویل د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله د صهیونیسټ دښمن دسیسې شنډې کړي او صهیونیسټ رژيم ته سختې ماتي ورکړې.