د ملګروملتونو امنیت شورا د اسرائیلو په پرله پسې تیریو رامینځته کولو نیوکه وکړه
(last modified Fri, 04 Oct 2024 01:55:14 GMT )
Oct 04, 2024 06:25 Asia/Kabul
  • د ملګروملتونو امنیت شورا د اسرائیلو په پرله پسې تیریو رامینځته کولو نیوکه وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی په نیواکي ټاټوبو باندې د ایران په توغندوي حملې باندې د غور کولو لپاره د ملګروملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه د اسرائیلو رژيم په پرله پسې جنایتونو او د تاوتریخوالو په رامینځته کولو باندې د دغه شورا د غړیو په انتقادې غونډې بدله شوه.

په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي« امیر سعید ایرواني» د امنیت شورا په غونډې کښې ټینګار وکړ صهیونیسټ رژيم یوازې د زور ژبه پیژندي او د زغم د ښودلو هر اقدام چې ایران ترسره کړی دی دغه رژیم نور پسې سپینې سترګی کړی چې نور زیات جنایتونه او تیریګر اقدامات وکړي.

سعید ایرواني وویل د اسرائیلو رژیم باید پوه شي چې تیریګرو اقداماتو ته به یې ځوابونه ورکړل شي او له پایلو سره به مخامخ شي ؛ او زیاته کړه د اسرائیلو نسل وژونکي رژیم ته د ایران ځواب د تعادل د راګرځولو او د دفاع لپاره ضروري و او دا هغه بیه ده چې صهیونیسټ رژیم یې باید ورکړي.

په ملګروملتونو کښې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا هم وویل روسیه د لبنان د حزب الله د مشر سید حسن نصر الله ټرور په پریکنده توګه غندي او زیاته یې کړه ایران تر دوو میاشتو پورې خپل عظیم زغم وښود خو لویدیځ هیوادونه داسې خبرې کوي چې ته وا ټول شیان په اسرائیلو باندې د ایران په توغندوي حملې سره پیل شوي دي.

د امنیت شورا پړاویز مشر او د سویزرلینډ سفیر «پاسکال باییریس ویل» هم ټینګار وکړ چې په لبنان کښې د اسرائیلو اقدامات باید سمدستي بند شي او د امنیت شورا پریکړه لیک اجرا شي.

په ملګروملتونو کښې د چین سفیر «فوکونګ» هم وویل ایران هماغه ډول چې په خپله یې توضیح ورکړی دی په خپلې توغندوي حملو کښې یوازې په اسرائیلو کښې پوځي هدفونه په نښه کړي دي خو د اسرائیلو نسل وژونکی رژیم نړیوالو غوښتنو ته له پام کولو پرته په سیمه کښې د تاوتریخوالو د زیاتولو هڅه کوي.

په ملګروملتونو کښې د عراق د نمایندګۍ مرستیال عباس کاظم عبید هم وویل د اسرائیلو جنایتونه او د حزب الله د مشر ټرور کول د ټولې سیمې لپاره خطرناک ګواښ دی او زیاته یې کړه د اسرائیلو له نیواکګر رژیم سره مقابله نه کول د دغه رژیم د زیاتې ګستاخۍ او د ډیرو جنایتونو د ترسره کولو لپاره زمینه برابروي.

 

ټیګونه