د اسرائیلو رژيم هر تیري ته به د ایران ځواب ښکاره او ډیر پیاوړی وي
(last modified Sun, 06 Oct 2024 00:25:29 GMT )
Oct 06, 2024 04:55 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژيم هر تیري ته به د ایران ځواب ښکاره او ډیر پیاوړی وي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل: د صهیونیسټ رژيم هر تیري ته به د ایران ځواب ښکاره ، روښانه او لا قوي وي.

هغه پرون د سوریې په پلازمینې دمشق کښې له بیلابیلو رسنیو سره په خبري کانفرنس کښې د صهیونیسټ رژيم هر تیري ته د ایران په قوي ځواب ورکولو باندې ټینګار سره په دې خبرې سره چې سوریې او لبنان ته زما د سفرونو پیغام دا دی چې د ایران اسلامي جمهوریت به تر هرو شرایطو لاندې د مقاومت ډلو په څنګ کښې ولاړ وي وویل زه اطمینان لرم چې د مقاومت د شهیدانو وینه به د مقاومت ونه لا پسې قوي کړي او د صهیونیسټي دښمن پرضد به د نهايي بریالیتوب سبب شي.

په عین حال کښې د فلسطین د مقاومت ډلو مسوولانو او عمومي منشیانو په دمشق کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په سفارت کښې له خارجه وزیر عباس عراقچي سره په کتنه کښې د شهید سید حسن نصر الله د شهادت په هکله تسلیت ویلو او د فلسطین او د قدس په ملاتړ کښې د حزب الله او د هغه د مشر حسن نصر الله د بې بدیله رول په قدرونې سره د صهیونیسټ نیواکګر رژیم پرضد د سیمې د ملتونو له جایز مقاومت څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو قدرونه وکړه.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي هم په دغه کتنه کښې د ایران په نوي حکومت کښې د صهیونیسټ رژیم پرضد په سیمه کښې د مقاومت په هراړخیزه ملاتړ او د فلسطین او د قدس له ایډیل څخه په حمایت کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د اصولي سیاست په دوام ټینګار وکړ.

 

ټیګونه