په لبنان او فلسطین باندې د صهیونیسټ رژيم د وحشیانه حملو د پایلو په بیلابیلو اړخونو غور:-
صهیونیسټ رژیم په لبنان او غزې کښې په هستوګنه ځایونو باندې د حملو لپاره له ممنوعه وسلو کار اخلي.
د طوفان الاقصی له عملیاتو او د صهیونیسټ رژيم د پوځ د حملو له پیلیدا وروسته په غزې کښې د ډلوژونکو وسلو د کارولو په هکله ډیر راپورونه خپاره شوي دي.
خپاره شوي راپورونه وايي چې صهیونیسټ رژيم په تیرو څو ورځو کښې په لبنان باندې حملو کښې هم د کمزورو یورانیمو لرونکي بمونه استعمال کړي دي.
د پوځي تعریف پراساس د کمزورو یورانیمو لرونکي بمونه اټومي وسلې نه ګڼل کیږي خو د عادي خلکو پرضد په جنګ کښې د دغو وسلو د کارولو د خطرناکو پایلو په علت د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په ملکي وګړو باندې د کمزورو یورانیمو د لرونکو بمونو د وړانګو د خطر په هکله خبرداری ورکړی دی.
د لبنان یوشمیر ساینس پوهانو خبرداری ورکړ یوشمیر ثبوتونو ته په پام سره صهیونیسټ رژیم په لبنان باندې حملو کښې د کمزورو یورانیمو لرونکي بمونه استعمال کړي دي.
په لبنان کښې د کیمیا پوهانو اتحادیې په خپل هیواد کښې د ملکي وګړو پرضد د صهیونیسټ رژيم وحشیانه تیري غندلي دي او د دغو بمباریو د ګرد او غبار د بویولو د اغیزونو په هکله یې خبرداری ورکړی.
صهیونیسټ رژیم په دې ادعا سره چې د خوراکي موادو او د کور د اړتیا وړ د شیانو ګودامونه د لبنان د حزب الله د وسلو او د مهماتو د ساتلو ګودامونه دي په هغوې باندې بمباریانې کوي په داسې حال کښې چې په دغو ګودامونو کښې یوازې خوراکي شیان او د کورونو د ضرورت وړ شیان ساتل کیږي.
په غزې تړانګې باندې هم د صهیونیسټ رژيم د حملو په هکله هم یوشمیر راپورونه خپاره شوي چې ښودنه کوي صهیونیسټانو په دغه سیمې باندې د حملو لپاره له ممنوعه وسلو استفاده کړي ده.
د بې دفاع انسانانو په وژلو او نسل کشۍ کښې د صهیونیسټ رژيم جنایتونه په داسې شرایطو کښې ترسره کیږي چې د جنګ د نړیوالو قوانینو پراساس د عادي خلکو پرضد له دغو وسلو استفاده جنګي جنایت ګڼل کیږي.
صهیونیسټ رژیم د طوفان الاقصی د عملیاتو له پیلیدا وروسته او د امریکا او د لویدیځو هیوادونو له ټولو مالي او وسله والو ملاتړونو سره سره په لبنان او فلسطین کښې د مقاومت له ډلو سره په مقابلې کښې ناکامه شوی او خپلو غیر انساني او سپیرو هدفونو ته د رسیدا لپاره هر ډول جنایتونه ترسره کوي.
له ممنوعه وسلو د استفادې کولو لوړ حجم ښودنه کوي چې دغه وحشیانه جنایتونه د امریکا له ملاتړ پرته ممکن نه دي.
په غزې او لبنان کښې د جنګونو دوام ښکاره کړل چې صهیونیسټ رژيم د جنګ د نړیوالو قوانینو د بې اعتباره کیدا اصلي عامل دی.
په غزې کښې منظمه شوي وژله او په لبنان کښې په هستوګنه ځایونو باندې پراخې حملې د صهیونیسټ رژيم د پوځي اصلي هدف وې او دي او امریکا او لویدیځ حکومتونه هم د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو او جرمونو کښې شریک دي.
د عادي خلکو په وژلو کښې د صهیونیسټ رژيم جنایتونه په داسې شرایطو کښې رامینځته کیږي چې د بشري حقوقو مدعیانو د دغو جنایتونو په مقابل کښې چوپتیا غوره کړي ده او د صهیونیسټ رژيم پرضد او د فلسطین په ملاتړ کښې د دنیا په بیلابیلو هیوادونو کښې د خلکو له پراخو اعتراضونو سره سره د لویدیځو هیوادونو چارواکو تراوسه خپله همیشنۍ روده نه ده پریښودلي او د صهیونیسټ رژیم ملاتړونو ته دوام ورکوي.
د تل اویو د جنګونو د رامینځته کولو پایلې به د صهیونیسټ رژیم د چارواکو د غلطو محاسباتو په اپوټه هغوې خپلو سپیرو هدفونو ته ونه رسوي بلکې له مقاومت ډلو څخه به د سیمې د خلکو ملاتړ زیات کړي.