د بشري حقونو د دفاع په اړه د اروپا او امریکا ادعاګانې په تضاد کې دي
د ایران ولسمشر، له صهیونیسټي رژیم څخه د اروپا او امریکا ملاتړونو او د بشري حقونو د دفاع په لاره کې د دغو هېوادونو متضاد چلند، له تضاده ډک وباله.
د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران ولسمشر "مسعود پزشکیان" د سه شنبې په ورځ، د کلتوري میراثونو له فعالانو او له مدیرانو سره په کتنه کې له صهیونیسټي رژیم څخه د اروپا او امریکا پر ملاتړ او د دغو هېوادونو پر متضاد چلند پر نیوکې سره وویل: دوی سیمې ته یو وحشي رژیم راوستی او اروپا او امریکا یې ملاتړ کوي.
پزشکیان صهیونیسټي رژیم د بشردوستانه اصولو پر نه مراعاتولو تورن کړ او زیاته یې کړه چې صهیونیسټي نسل وژونکی رژیم هېڅ بشردوستانه چوکاټ ته درناوی نه کوي او په اسانۍ سره د استوګنې پر سیمو او د ښځو، ماشومانو، بوډاګانو او ځوانانو د راټولېدو ځایونه بمباروي.
د ایران ولسمشر د اروپا او امریکا د بشري حقونو د مدافعانو په خبرو کې تضاد ته په اشارې سره وویل: هغوی د بشري حقونو خبرې کوي، خو هېڅوک نشته چې هغوی ته ووایي ولې تاسو بې ګناه ښځې او ماشومان وژنئ؟