د ایران د بهرنیو چارو وزیر: فلسطین د نړۍ لومړۍ مسله ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، نن سبا د فلسطین مسئله په نړۍ کې لومړۍ مسله ګرځېدلې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د «الاقصی طوفان په کنفرانس کې چې د بهرنیو هېوادونو د سفیرانو او استازو د یوې ډلې په شتون سره په تهران کې جوړ شو، د اسلامي انقلاب معظم رهبر ویناوو ته په اشارې سره زیاته کړه چې د الاقصی طوفان عملیاتو صهیونیسټي رژیم ته یوه ترخه تجربه او سخته ماتې ورکړه ، هغه ناکامي چې نه جبران کېدونکي ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې نن سبا د اسلامي مقاومت لاسونه د سافټ ویر او هارډویر په ګډون، په ټولو ډګرونو کې ځواکمن دي او د مقاومت جریان پر یوه شخص باندې ولاړ نه دی او نه به وي، صهیونیسټي رژیم ته یې په ټینګار سره وویل: دوی باید د ایران اراده ونه آزمویي او که پر ایران هر ډول برید وشي، ځواب به یې تر پخوا پیاوړی وي.
د ایران د ډیپلوماتیکو خدماتو برخې مشر زیاته کړه: د صهیونیسټي رژیم له خوا د ایران پر زیربناوو هرډول حمله به له سخت ځواب سره مخامخ شي؛ صهیونیسټانو د ایران توغندي په څرګنده لیدلي دي.