په لبنان دصهیونیسټ رژیم د حملو په دوام کی یو شمیر لبنانیان شهیدان او ژوبل شول
د مهر خبري آژانس د خبر له مخې د لبنان د روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې پر لبنان د صهیونیسټي رژیم د بریدونو د شهیدانو شمیر ته په اشارې سره اعلان وکړ چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲ لبنانیان شهیدان شوي دي.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي دي چې د لبنان په مختلفو سیمو د صهیونیسټانو په حملو کښې ۱۱۱ کسان ژوبل شوي هم دي.
په لبنان باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو د قربانیانو ټولټال شمیر ۲۰۸۳ شهیدان او ۹۸۶۹ زخمیانو ته رسیدلی دی
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷ نیټې راهیسې د غزې په تړانګه باندې د وحشيانه برید سربیره، نسل وژنې اسرائیلي رژیم د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر له ۲۳ نیټې د لبنان د جنوبي سیمو په مختلفو سیمو باندې هم پراخ بریدونه پیل کړي چې لا هم دوام لري.
د لبنان حزب الله په دغه هیواد کښې د ملکیانو په نښه کولو سره په مقابله کښې د نیواکی سیمو په شمال کښې د صهیونیسټانو د مرکزونو په خلاف څو عملیات کړی دی او د سلګونو راکټونو په ویشتلو سره یې د غاصب صهیونیسټی رژیم ځالې په نښه کړې دی.