دعراق حکومت په غزې او لبنان کې د اسرائیلو د جنایتونو په بندولو ټینګار وکړ
بسم العوادي" همداراز د لبنان او فلسطین د دوو ملتونو له مقاومت په ملاتړ ټینګار وکړ.
ایرنا خبری اژانس وایی دعراق دحکومت ویندوی بسم العوادی په غزې تړانګې او لبنان کښې دصهیونیسټ نیواکګر رژیم د تیریو دبندولو لپاره له نړیوالو او سیمه ایزو کوششونو د دغه هیواد په ملاتړ په ټینګار سره وویل بغداد د دغه فرصت قدرونه کوی .
"بسم العوادي" همداراز د لبنان او فلسطین د دوو ملتونو له مقاومت په ملاتړ ټینګار وکړ.
صهیونیسټ رژیم د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې د غزې په تړانګې کښې ویجاړونکی جنګ پیل کړی دی .
په غزې تړانګې کښې دفلسطین د روغتیا وزارت په خپلو تازه احصائیو کښې اعلان وکړ چې د غزې تړانګې د اوسیدونکو پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنګ په نتیجه کښې ۴۱ زره او ۹۶۵ فلسطینیان شهیدان شوی دی .
له بلې خوا د صهیونیسټی جنایتکار رژیم د سپتمبر له ۲۳ نیټې راهسې د لبنان د جنوب په مختلفو سیمو پراخې حملې پیل کړی چې لا هم دوام لری .
د لبنان د روغتیا وزارت د رپوټ له مخې په لبنان باندې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې څه دپاسه دوه زره کسان شهیدان او په زرګونو نور ژوبل شوی دی.
.