د ایران ولسمشر نن ترکمنستان ته ځي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر نن د ترکمنستان د ولسمشر په بلنه دغه هیواد ته روانیږي.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د مشهور ترکمن شاعر مختو مقلي فراغي د درې سویم تلین په دستورو کښې د ګډون او د ترکمنستان له جګ پوړو چارواکو سره د ملاقات لپاره دغه هیواد ته ځي.
دغه ستر ترکمن شاعر چې په ۱۷۹۰ کال کښې وفات شوی، د ایران په شمال کښې خاورو ته وسپارل شو.
د ایران ولسمشر به په دې دوه ورځني سفر کښې چې د ترکمنستان د ولسمشر سردار بردي محمداف په بلنه کیږي، د مختومقلي فراغي د تلین په مناسبت په ترسره کیدونکي نړویال کانفرنس کښې به ګډون او وینا وکړي.
ولسمشر پزشکیان به په دې سفر کښې د ترکمنستان له ملي مشر او ولسمشر او همداشان د روسیې له ولسمشر سره هم ملاقات او خبرې اترې وکړي.
له بلې خوا د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) مشر هم پرون مازیګر د تهران د یو پارلیماني پلاوي په مشر د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ته تلی دی.
د ایران د اسلامي شورا د مشر محمد باقر قالیباف دا سفر د تاجکستان د جګ پوړو چارواکو په بلنه شوی او هغه به په دې سفر کښې د تاجکستان د ملي پارلیمان له مشر امامعلي رحمان او ولسمشر امامعلي رحمان سره ملاقات او خبرې اترې وکړي.