د نړیوال نظم او اورګانونو په ضد د نتنیاهو او تل ابیب بغاؤت
(last modified Fri, 11 Oct 2024 10:17:59 GMT )
Oct 11, 2024 14:47 Asia/Kabul
  • د نړیوال نظم او اورګانونو په ضد د نتنیاهو او تل ابیب بغاؤت

سحاب – په فلسطین او لبنان کې د صهیونیسټي رژیم دوامدار تیري او په سیمې کې د دوي ترهه ګر ګواښونه، د  هغو نړیوالو حقوقو او نظلم په ضد د بغاؤت په څير بلل کیږي چې د ملګروملتو او نړیوالو اورګانونو په لسیزو  دوامدارو هلوځو کې رامینځة شوي دي.

په ملګروملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت استازي په دې خبرې کولو سره چې  ایران په سیمې کې په جنګ یا د تاؤتریخوالي په زیاتیدا پسې نه دی،خو په بشپړ ډول تیار دی څو د هرډول هغه تیري  په وړاندېچې  د مونږ  امنیت او حیاتي ګټې  په نښه کوي،د خپل حاکمیّت او مځکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي، ووئيل؛ قصدا د عامو خلکو په نښه کول او د عام بیخ بینائي تاسیساتو په کنډوالو بدلول،  دنړیوالو حقوقو له خلاف ورزیو ورآخوا شی دی؛ دا یو ښکاره جنګي جنایت، بشریّت په ضد  جنایت او نسل وژنه ده.

صهیونیسټ رژيم  حیاتي بیخ بینائي تاسیسات  نابودوي، عام او بې ګناه خلک وژني او لبنان ئې د یوې لاژورې انساني غمیزې په لور کاږلی دی. دغه رژيم  له ټولو سرو کرښو تیر شوی او ښودلې ئې ده چې نړیوالو حقوقو ته هیڅ اهمیّت نه ورکوي.

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت ویندوي اسماعیل بقائی  هم د نړیوالو  انسان دوستۍ د حقوقو  د پيژندل شوو قوانینو په اساس  په روغتونونو  او روغتیائي مرکزونو باندې د حملو د ممنوعیّت په یادولو سره ،په غزې ،لبنان او سورئې کې  په روغتونونو او روغتیائي مرکزونو باندې د نیواکګر رژيم دومدارې حملې،د درستو نړیوالو قوانینو او قواعدو  په ضد ددغه رژیم د لیونتوب اوبغاؤت  یوه روښانه نښه وبلله او د جنګي جنایت په توګه د صهیونیسټي رژيم  د وحشي ډوله اقدام  په محکومیّت او د سره  صلیب د نړیوالې کمیټې په شمول د درستو ن ړیوالو اړونده  اورګانونو د روښانه غبرګون غوښته  وکړه.

د ملګروملتو خپلواکه څيړنیز کمیشن  چې د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې شوي جنایتونه ارزوي ،راپور ورکړی، چې اسرائيل په غزې کې په روغتیائي  او درملیزو مرکزونو  او کارکونکو باندې پخپلو قصدي او دوامدارو حملو سره د بشریّت په ضد  جنایت او نوره جنګی جنایتونه کړي دي . په دغه راپور کې روښانه شوې ده،ډیری  هغه فلسطینیان چې د ا سرائيلو په کیمپونو او بندونو کې ساتل کیږي، پخپل سر  او چټي نیول شوي دي.

په زرګونو  نیول شوي فلسطیني ماشومان سړي او ښځې په سسټماټيک ډول داسې شکنجه کیږي ،سخت ځورول کیږي او له بدني تآؤتریخوالو سره مخ دي چې د انسانیّت په ضد بوږنونکي او جنګي جنایت حسابیږي. له بل پلوه د ملګروملتو مرستیال ویندوي  ددې خبرې په کولو سره چې د تاؤتریخوالو زیاتیدا د جنوبی لبنان  د  ښارونو اوکلو په پراخ ډول  د ورانیدا  سبب شوي دي، ووئیل؛په لبنان کې د ملګروملتو  دوه سوله ساتونکي ماموران چې د اسرائيلو  دټانکونو په حملې کې ټپيان شوي دي، هماغه شان په روغتون کې بستري دي. فرحان حق روښانه کړې ده ، د اسرائيلو  پوځ  مامورانو د ملګروملتو پر مرکزونو (آئي ډي ایف) سختې ډزې کړي  او په هغو پټنځایونو باندې چې  د سولې محافطو مامورانو پکې پناه اخستې وه، هم بریدونه کړي دي  او ګاډو او ارتباطي سسټمونو ته سخت تاوانونه رسولي دي.

د ملګروملتو د سرمنشي مرستیال رزماډي کارلو د پنجشنبې په مازدیګر  دملګروملتو امنیت شورا غړو ته ووئيل، مونږ له ا سرائیلو غواړو ،چې د لبنان بمباري کول ودروي  او خپل مځکني پوځيان دې وباسي. هغه  روښانه کړې ده ، د لبنان په څلورو کې یوه برخه  داسرائيلو د پوځ د ګواښونو  له امله تقریبا خالی شوې ده  او څه دپاسه  سل کلو او کوڅو باندې ئې منفي اغیزې شیندلي دي  او د ا سرائيلو پوځ  په نیمه شپه   یوازې دوه ساعته مخکې  مهلت ورکړی چې اوسیدونکي دې خپل کورونه خالي کړي.

د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست مسئول جوزف بورل  هم وئيلي دي ، په جنوبی لبنان کې د ملګرو ملتو  د سوله ساتي ځواک پر مرکز د اسرائيلي پوځ حمله  د سرو کرښو څخه  د تیریدا یو مثال دی.

  د تیر کال د اکتوبر له اومې نیټې  راپه دې خوا له ملګروملتو سره د صهیونیسټ رژيم  تاؤتریخجنه   او اوږده رابطه په بې مخینې توګه ترینګلي شوې ده . صهیونیسټي رژيم په تیره  بیا د آنروا په نامې سره د فلسطینیو کډوالو  لپاره د ملګروملتو مرستندویه اداره هم  تورنه کړې  او ورباندې ئې سخت ګوزارونه کړي او رټلې ئې ده،ان تر دې چې د ملګروملتو سرمنشي  ئې نه دی بخښلی.له ملګروملتو او نړیوالو قوانینو د بغاؤت  یوبل مثال چې حتی بینیامین نتنیاهو  د لبنان د حزب ا... د مشر حسن نصر ا... د ترور فرمان هم د ملګرو ملتو په مرکز کې د شتون په وخت صادر کړ او پر  ملګروملتو ئې یوه بله ملنډه هم ووهله.

 اوس  په عمومي اسمبلۍ :ې د ملګروملتو د منشور له شلولو ، په غزې کې دملګروملتو د کارکونکو له وژلو ، د اپیل دنړیوال عدالت باندې په ملنډو وهلو پسې ، او دغه راز د اور بند لپاره  په نړیوالو غوښتنو باندې په سترګو پټولو پسې ، د امنیت شورا له بې اغیزې کولو وروسته او  د یوه ناخوښ عنصر په توګه د ملګروملتو  دسرمنشي په اعلانولو پسې  او دغه راز د یونیفل سوله ساتي ځواک پر مامورانو په حملې پسې،په ملګروملتو کې  د اسرائيلو د شتون د دوام لپاره هیڅ ډول توجیه نشته او له ملګروملتو  ددغه شر غواړي غړي شړل  ددغه نړیوال اورګان  د بقاء لپاره زمینه برابروي.

 

ټیګونه