د ایران او ترکمنستان اړیکې تل رغنده او دوستانه دي
(last modified Fri, 11 Oct 2024 10:31:32 GMT )
Oct 11, 2024 15:01 Asia/Kabul
  • د ایران او ترکمنستان اړیکې تل رغنده او دوستانه دي

د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر  ووئيل، دترکمنستان او ایران اړیکې تل دوستانه او  رغنده او د متقابلو ګټو په اساس ولاړې دي.

ایرناخبری آژانس راپورورکړی، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان  ترکمنستان ته په سفر کې نن د مشهور ترکن شاعر  مختو مقلی  فراغي د درې سوه کلنې کلیزې  د درنښت به مناسبت په نړیوال سمینار   کې  چې د ؛سولې او پراختیا اساس،دتمدنونو او وختونو  متقابل  ارتباط ؛په نامې سره ترسره شو، ووئيل، ایران او ترکمنستان  د دوو اوږدې پولې لرونکو ګاونډیانو  په توګه تل د دوستۍ ،ورورولۍ  او رغنده او د متقابلو ګټو په اساس اړیکې  درلودلي  او په ټولو سیاسی  اقتصادي او کلتوري ډګرونو کې  له مخ په وده بهیره  برخمن  دي.

ډاکټر پزشکیان  دې ته په اشارې سره چې  د مینځنۍ آسیا دتمدني حوزې له خلکو سره د ایران د ولس د ادبیاتو او کلتور په څير  دتاریخ  مهمې برخې تل له لوړ پیوستونه برخمنې دي ،روښانه کړه، په ایرانیو قومونو کې د ژبني نزدیکت ترڅنګ د اسلام ددین وجود او د اسلامی دستورو پراختیا او  کلتوري تبادلو د ګډ تمدن روڼتیا او بډایتوب نوره هم زیات کړی دی.

د اسلامی  ایران ولسمشر پخپلې وینا کې  دغه راز په دې په ټينګار سره  چې اسلامی وحت د نفاق  دمخنیوي  او  له ګواښونو سره دمقابلې لپاره  یو ځواک دی ، ووئيل؛ د فلسطین په موضوع کې یواړخیز پالنې مصداق او د هغه  ملت پر حقوقو د سترګو پټول چې  ځان ته تاریخ،کلتور  او کلتوري عناصر  لري، د غزې د بحران ژورتیا او ددغه نابرابر جنګ  دوام  او په لبنان  دوحشي ډوله حملو دوام   دبیانولو نه دي.

 هغه همداراز دمسلمانانو ترمینځ  تفرقه او درز یوازې ددښمنانو په ګټه وبالۀ او وې وئيل؛ کله  د مختومقلي  په څير لویان  د اسلامی ټولنو د  اتحاد او همغږئ  خبرې کوي، نو  جلاکیدا له مصیبتونو او تورتمه  زاویو  ښه خبر دي.

 

ټیګونه