د ایران او ترکیې  د اړیکو پراختیا د وخت ضرورت دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153396-د_ایران_او_ترکیې_د_اړیکو_پراختیا_د_وخت_ضرورت_دی
سحاب-  د ترکیې ولسمشر  د اسرائیلي رژيم د جنایتونو او د نسل وژنې د دریدا لپاره د تهران –انقرې  جدی او نزدې ملګرتیاوې  وارزولې
(last modified 2024-10-19T21:11:26+00:00 )
Oct 20, 2024 01:38 Asia/Kabul
  • د ایران او ترکیې  د اړیکو پراختیا د وخت ضرورت دی

سحاب-  د ترکیې ولسمشر  د اسرائیلي رژيم د جنایتونو او د نسل وژنې د دریدا لپاره د تهران –انقرې  جدی او نزدې ملګرتیاوې  وارزولې

ایرنا خبری آژانس  راپور ورکړی، د ترکیې  ولسمشر  رجب طیب اردوغان د  جمعې په ورخې په استانبول کې د ایران له خارجه وزیر سید عباس عراقچي سره په کتنې کې روښانه کړې ده، ترکیه  په ټولو  زمینو کې د ایران له اسلامی جمهوریت سره دملګرتیاؤ له ژورتیا سره  ګروهمنه ده.

د ایران خارجه وزیر هم وئیلي دي، ایران له ترکیې سره  په تیره بیا  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې ، ټوریزم،اقتصادي  او تجارتي اړخونو کې  ددوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د سیمه ایزو تعاملاتو پر پياوړتیا ټينګار وکړ. 

عراقي روښانه کړې ده ،ایران اوترکیه په سیمې او اسلامی نړۍ کې د دوو لویو او اغیزشیندونکو  ګاونډیانو په توګه، د سیمې پر امنیت او ثبات  د صهیونیسټي وحشي رژیم  د بې  حده او بې پولې  جنایتونو او تیریو له امله  د جدي ګواښ په باب  د ګډ  نظر په درلودلو سره په غزې او لبنا ن کې د  دغه وحشي رژيم د نسل وژنې  د دریدا او جنګ غوښتنې د پيزواني کولو  او دبې ګناه  خلکو د قتل عام دختمولو لپاره پر بیړني نړیوال اقدام ټينګار  کوي.