د مقاومت د مشرانو شهادت د فلسطیینو مبارزو ډلو په پیاوړي ارادې کې هیڅ خنډ نه راولي
اسلامی هیوادونه باید خپله انساني او اسلامی دنده وپيژني او د فلسطینیو او لبنانیو خوئيندو او وروڼو ته په مرسته رسونې کې هڅه وکړي او د وحشي صهیونیسټي رژیم د وحشیتوب او جنایتونو د مخینوي لپاره دې سره یو موټی شي، او په اقتصادی بندیزونو سره دې په سیمې کې ددغه جنایتکار رژیم حیاتي رګونه دې غوڅ کړي.
د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف د پارلیمان له استازو سره په تهران کې دیره د اسلامی هیوادونو د سفیرانو په ناستې کې د مقاومت مخینې ته په اشارې س ره روښانه کړه، د مقاومت مخینې ټولو ته وښودله چې شهادت،د خپلو رهبرانو د لارې ددوام لپاره نه یوازې د سیمې د مبارزو ملتونو ،حکومتونو او ډلو په وسپنیزې ارادې کې کوم خارپار نه رامینځةکوي، بلکې نورو رهبرانو به هماغې جهادی روحیې سره د آزادۍ دمقدس آرمان د پوره کولو لپاره پاڅون کړی دی او په زرګونو زلمیانو او ځوانانود مقاومت د رهبرانو د مجاهدت په لیدو سره د مبارزانو دمرستې او ملګرتیا لپاره میدان ته راوتلی دي.
قالیباف ددې خبرې په کولو سره چې ایران اودرست نړیوال شاهدان دي چې ناروا صهیونیسټي رژیم څرنګه سیمه بلواؤ او د جنګ د اور لمبو ته کاږلې او پيژندل شوو نړیوالو اصولو او قواعدو ته له توجه پرته ښځې ، ماشومان، بوډاګان او ځوانان ئې شهیدان او ټپیان کړي دي،ټينګار و کړ، صهیونیسټي رژيم د ځينو هیوادونو په ملاتړ سره د سیمې د هیوادونو د چورتالان او پخپلې ګټې د جیوپولیټيک بدلولو په نیّت سره هره ورځ د بې ګناه خلکو وینه تویَوي. خو دغه وحشي رژيم په وروستیو میاشتو کې او له دې وروسته چې د جنګ په میدان کې نه دی توانیدلی ، خپلې سپیرې موخې ترلاسه کړي، د مقاومتي ډلو مشرانو ناځوانمردانه ترور ته ئې مخه کړې ده څو له دې لارې په دغو سپیرو او کرغیړنو اقداماتو سره داخلی او بهرني عمومی افکار قانع کړي چې د جنګ په دوام سره خپله بقاء تضمینوي ، خو نور ئې ژوند لالهانده شوی او د ملتونو د آزادۍ او پتمنۍ دچغو په وړاندې ئې دریدا پاي ته په رسیدا ده ، او اسلامی هیوادونه باید خپله انساني او اسلامی دنده وپيژني او د فلسطینیو او لبنانیو خوئيندو او وروڼو ته په مرسته رسونې کې هڅه وکړي او د وحشي صهیونیسټي رژیم د وحشیتوب او جنایتونو د مخینوي لپاره دې سره یو موټی شي، او په اقتصادی بندیزونو سره دې په سیمې کې ددغه جنایتکار رژیم حیاتي رګونه دې غوڅ کړي.