کازان ته د پزشکیان د سفر پای؛ په بریکس کې درې ورځنۍ ژوره ډیپلوماسي
(last modified Fri, 25 Oct 2024 02:54:15 GMT )
Oct 25, 2024 07:24 Asia/Kabul
  • کازان ته د پزشکیان د سفر پای؛ په بریکس کې درې ورځنۍ ژوره ډیپلوماسي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د بریکس او بریکس پلس په سرمشریزو کې د ګډون لپاره د روسیې کازان ښار ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې، پرون مازدیګر تهران ته ستون شو.

د سحاب شبکې د راپور له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په بلنه کازان ته تللی وو، د بریکس د سرمشریزې د رسمي غړي او د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په توګه په خپل لومړني حضور کې، د څو اړخيزو همکاريو د پياوړتيا او د بريکس او ايران د دوه اړخيزو ظرفيتونو په بيانولو سره یې، د دغه نړيوال سازمان د جوړولو د موخو د تحقق لپاره پنځه مهم وړانديزونه وړاندې شول.

د ایران ولسمشر په دغه سفر کې د روسیې، چین، سویلي افریقا، مصر، وینزویلا، بیلاروس، بولیویا له ولسمشرانو او د هند، ایتوپیا او ارمنستان له لومړي وزیرانو او د اماراتو له رئیس سره په دوه اړخیزو کتنو کې د علاقې وړ موضوعاتو په هکله خبرې اترې وکړې.

د "بریکس" ډلې د غړو هېوادونو مشرانو د دغه اتحاد د سرمشریزې په وروستۍ وینا کې، په سوریه کې د ایران پر سفارت د اسرائیلي رژیم د برید په غندلو او په غزې تړانګه کې د بېړني او دايمي اوربند پر رامنځته کولو په ټینګار او د صهيونیسټي رژيم د جنايتونو له امله په اشغال شوي فلسطيني سيمو کې د حالاتو د خرابېدو او د بشري ناورين د رامنځته کېدو له امله د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره، په غزې تړانګه کې د يوه فوري، جامع او دايمي اوربند د رامنځته کېدو او د دواړو خواوو د ټولو بندیانو د سمدستي او غیر مشروط خوشې کولو غوښتنه وکړه.

ټیګونه