امریکا په لویدیځه اسیا کښې د تاوتریخوالي په کمولو کښې ناکامه شوي ده
(last modified Sun, 27 Oct 2024 23:58:26 GMT )
Oct 28, 2024 04:28 Asia/Kabul
  • امریکا په لویدیځه اسیا کښې د تاوتریخوالي په کمولو کښې ناکامه شوي ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی سي این این ټیلي ويژن په یوه راپور کښې په لویدیځه اسیا سیمه کښې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د امریکا د حکومت هڅه بې ګټې وبلله.

د امریکا سي این این ټیلي ويژن په یوه راپور کښې په دې خبرې سره چې د فلسطین په غزې تړانګه کښې د اوربند او د بندیانو د خوشي کولو لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن د حکومت د میاشتو میاشتو هڅو کومه نتیجه نه ده لرلي وویل د اسرائیلو او د ایران ترمینځ د تاوتریخوالي د زیاتیدا د مخنیوي لپاره له هڅې سره سره لویدیځه اسیا هماغه راز ګډه وډه ده.

د امریکا سي این این ټیلي ويژن  د ایران په ځینو سیمو باندې د اسرائیلو رژیم د تیرې شنبې ورځې د حملو په هکله هم وویل د اسرائیلو دغو بریدونو سیمه د تاوتریخوالي یوه نوي پړاو ته ورننباسلي ده او ایران د اسرائیلو بریدونو ته د غبرګون د ښودلو د غور کولو په حال کښې دی.

د سي این این ټیلي ويژن دغه راز وویل  سیمې ته د امریکا د خارجه وزیر انتونکي بلینکن سفر د اوربند د ټینګیدا او د بندیانو په خوشي کیدا کښې د ولسمشر جوبایډن د حکومت د هڅو د ناکارندوالي ښودنه کوي.

 

ټیګونه