وفاق د حق او د عدالت پراساس امکان لري
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156140-وفاق_د_حق_او_د_عدالت_پراساس_امکان_لري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل وفاق د حق او د عدالت پراساس امکان لري او باید له یوبل سره مرسته وکړو چې هیواد د پراختیا او د پرمختګ په لور حرکت وکړي.
(last modified 2025-01-09T08:32:39+00:00 )
Jan 09, 2025 12:59 Asia/Kabul
  • وفاق د حق او د عدالت پراساس امکان لري

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل وفاق د حق او د عدالت پراساس امکان لري او باید له یوبل سره مرسته وکړو چې هیواد د پراختیا او د پرمختګ په لور حرکت وکړي.

هغه نن د ملي وفاق په هکله د ملي خبرواترو په غونډه کښې وویل څوکې  ته د رسیدا لپاره باید هڅه وکړو او د خلکو د ټولو پرګنو ځوانان او شخصیتونه باید مخکښ ووسي.

د ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې باید په حق او عدالت باندې باور ولرو ځکه چې ټول شیان د حق او د عدالت ګیرچارپیر چورلي زیاته کړه ایران داسی ځای دی چې حق او عدالت باید په خپله وویني او د حق او د عدالت لپاره یوه ځانګړتیا شته.

هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې باید د ایران او د ایراني لپاره کوشش وکړو ډاګینه کړه د ایران لپاره وحدت ، انسجام ، وفاق او  یوزړه توب د وګړو قومیت ، جنسیت ، ژبې ، عقیدې او څوکۍ ته له پام پرته یوازې د تقوا، مهارت او د اغیز شیندنې پراساس وي..