امریکا د سوریې په ادلب ښار هوايي برید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157544-امریکا_د_سوریې_په_ادلب_ښار_هوايي_برید_وکړ
پارس ټوډې د ایرنا له قوله راپور ورکړی دی د سوریې خبري سرچینو اعلان وکړ چې د ډرون لخوا ترسره شوي پدې هوایی برید کې، د الدنا سیمې د قاه کلي ته نږدې یو موټر په نښه شو.
(last modified 2025-02-21T23:05:34+00:00 )
Feb 22, 2025 03:34 Asia/Kabul
  •  امریکا د سوریې په ادلب ښار هوايي برید وکړ

پارس ټوډې د ایرنا له قوله راپور ورکړی دی د سوریې خبري سرچینو اعلان وکړ چې د ډرون لخوا ترسره شوي پدې هوایی برید کې، د الدنا سیمې د قاه کلي ته نږدې یو موټر په نښه شو.

 خبري رسنیو راپور ورکړی چې امریکایي ایتلاف د سوریې په شمالي ادلب ولایت کې یو موټر په نښه کړی دی.

پارس ټوډې د ایرنا له قوله راپور ورکړی دی  د سوریې خبري سرچینو اعلان وکړ چې د ډرون لخوا ترسره شوي پدې هوایی برید کې، د الدنا سیمې د قاه کلي ته نږدې یو موټر په نښه شو.

الجزیرې راپور ورکړ چې په برید کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی دی.

د وژل شوي کس هویت لا نه دی اعلان شوی.

د ایرنا د راپور له مخې، د فبروري په ۱۱مه، د "ترکستان اسلامي ګوند" په نوم د ترهګرې ډلې قوماندان، چې د سوریې په شمال کې د النصره جبهې سره تړلې یوه ترهګره ډله وه، د ادلب په څنډه کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.

د سوریې رسنیو د دې کس هویت د "ابو دجانه ترکستاني" په توګه اعلان کړی و.