امریکا اسرائیلو ته نورې لسګونو زره وسلې استوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ د اطلاعاتو د دفتر مرستیال ن«صرالدین عامر» له امریکا څخه صهیونیسټ رژیم ته د لسګونو زره جنګي تجهیزاتو د استول کیدا خبر ورکړ.
هغه په ایکس اینټرنیټ پاڼه کښې ولیکل: امریکا ویلي دي چې ګڼ شمیر بمونه او وسلې اسرائیلي دښمن ته ورکوي دا په داسې حال کښې چې امریکا او اسرائیل داسې هیوادونه دي چې د مقاومت ډلو د وبې وسلې کولو غوښتونکي دي.
د یمن د انصار الله غورځنګ د اطلاعاتو د دفتر مرستیال نصر الدین عامر وویل دا کوم منطق دی چې د ترهګرۍ قربانیان بې وسلې کوي او قاتل ته نورې ډیرې وسلې ورکوي.؟
د اسرائیلو یدیعوت احارونوت ورځپاڼې ویلي دي چې د صهیونیسټ رژيم هوايي ځواک زر له امریکا څخه دیارلس زره جنګي اوزار او هوايي مهمات ترلاسه کوي.
په دغو جنګي اوزارونو او مهماتو کښې هغه لس زره جنګي اوزارونه او مهمات هم شامل دي چې د امریکا د پخواني ولسمشر جوبایډن د حکومت په وخت کښې یې صهیونیسټ رژيم ته استول بند شوي وو.
دغه ورځپاڼې زیاته کړه هیله کیږي دغه اندازه پوځي مهمات چې د صهیونیسټ رژيم د پوځ زیرمې چې په اتلس میاشتې جنګ کښې کمې شوي دي جبران کړي.