له ایران څخه د امریکا غوښتنه د منلو وړ نه ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر «مسعود پزشکیان» په دې خبرې سره چې د خپل هیواد د ګرانو خلکو او شهیدانو د مظلومیت او د حقانیت غږ مو د نړۍ خلکو ته ورسوه وویل
د اسنیپ بیک د بیرته ګرځولو په هکله موافقې ته ونه رسیدو ځکه چې د امریکا غوښتنه د منلو وړ نه ده او واشنګټن غوښتنه لري چې ټول بډایه شوي یورانیم امریکا ته وروسپارو او په بدل کښې هغوې مونږ ته درې میاشتې فرصت راکړي او دغه خبره د منلو وړ نه ده.
هغه له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل دې ته په پام سره چې د نړۍ توجه د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ اته اتیایمې غونډې ترسره کیدا ته دی په عمومي اسمبلۍ کښې شتون او وینا داسې فرصت و چې مونږ خپل دریځونه بیان کړو او هڅه مو وکړه چې د خپل هیواد د خلکو او د شهیدانو د مظلومیت او د حقانیت غږ بیان کړو.
هغه وویل له اروپايي لورو سره نتیجې ته ورسیدو خو د امریکا نظر بل څه دی او طبیعي ده چې د اسنیپ بیک د مکانیزم په هکله تفاهم ته ونه رسیدو ځکه چې د امریکا غوښتنه د منلو وړ نه ده.
د ایران ولسمشر پزشکیان وویل هغوې به څو میاشتې وروسته بله غوښتنه مطرح کړي او وبه وايي غواړو اسنیپ بیک پیل کړو.
هغه وویل که چیرې ټاکل شوي وي چې د هغوې د غیر منطقي غوښتنې او د اسنیپ بیک ترمینځ یو شی انتخاب کړو نو هغه به اسنیپ بیک وي خو له دې سره سره به خپل ټول مشکلات حل کړو.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دې خبرې باندې ټینګار سره چې تهران د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه کوي او نه به یې وکړي ټینګار وکړ دا د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حکم او فتوا ده.
هغه وویل ممکنه ده چې په ایران کښې ځینې کسان بل شان ذهنیت ولري خو عملیاتي ډاکټرین او هغه څه چې باید اجرا شي د اسلامي انقلاب د ستر لارښود څرګندونې او سیاست دی چې مونږ به په هغه لاره کښې حرکت وکړو.
پزشکیان د اسنیپ بیک له فعالیدا وروسته فیصلې په باره کښې وویل مونږ غونډې وکړې زمونږ د خارجي سیاسټ ټیم او خارجه وزیر عراقچي له اروپا رانیولي تر اسلامي هیوادونو پورې د بیلابیلو هیوادونو له استازیو سره غونډې وکړې او په نهایت کښې داسې نه ده چې اسمان ځمکې ته راشي او مونږ تسلیم نشو.
د ایران ولسمشر پزشکیان وویل هغه څوک چې نړۍ او سیمه د وینې بهیدا په لور بیايي صهیونیسټ رژیم دی.
روښانه ده چې په غزه ، فلسطین ، لبنان او نورو هیوادونو کښې یې کوم ډول غمیزې رامینځته کړي دي او له بده مرغه دنیا تماشه کوي او هغه کسان به چې د دغو ناوړه اقداماتو ملاتړ کوي سوکه سوکه څنډې ته شي او تاریخ او راتلونکی وخت به د دغو جنایتونو په اړه مناسب او پیاوړی قضاوت وکړي چې له دوې څخه به له پلیدي او ناوړه کارونو پرته بل څه پاتې نشي.