-
د ایران په هکله د ډونالډ ټرامپ سیاست جذباتي دی
Jan 27, 2026 11:55ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د «نیوهمپشایر» پوهنتون استاد کورک ډورسي(Kurk Dorsey) په دې خبرې سره چې د ولسمشر ډونالډ ټرامپ بهرنی سیاست کوم معلوم چوکاټ نلري وویل د ایران په شمول د ټولو هیوادونو په وړاندې د ټرامپ خارجي سیاست احساساتي او جذباتي دي او د هغه په دنیا کښې هر احتمال شته.
-
د فلسطین د ملي نوښت ډلې مشر د اوسلو موافقه مړه شوې وبلله
Jan 27, 2026 09:17ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د ملي نوښت ډلې سرمنشي «مصطفی برغوثي» د اوسلو د موافقې په مړې ګڼلو او له صیونیسټ رژیم سره د خبرو اترو لپاره د کورواکه تشکیلاتو د خوځښتونو په بې نتیجې بللو سره وویل:
-
د سوریې په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي د سیمې او د ایران په هکله خبرې وکړې
Jan 27, 2026 08:52ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي «ټام باراک» د عراق د کردستان د اقلیم له مشر «مسعود بارزاني» سره د سیمې د بدلونونو ، ایران او د سوریې په هکله خبرې وکړې.
-
جنګ ته د ګاونډیانو نه ویل د امریکا معادلات ګډوډ کړل
Jan 27, 2026 08:38ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «سکایي نیوز» ټیلي ويژن وویل د فارس خلیج سیمې د عربو هیوادونو دریځونو د ایران پرضد د اقدام په هکله د واشنګټن محاسبات پیچلي کړي دي په دې ډول چې په ایران باندې د احتمالي حملې له مخنیوي سره مرسته کولای شي.
-
عراق ته د داعش د غړیو د انتقالولو په هکله خبرداری ورکړل شو
Jan 27, 2026 08:12ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د پارلمان پخواني استازي «اکرم فوزي» له سوریې څخه عراق ته د داعش د ترهګرې ډلې د زرګونو کسانو د انتقالولو په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل دغه اقدام به د عراق لپاره ډیر جدي امنیتي خطرونه ولري.
-
په باکو کښې د صهیونیسټ رژيم د خارجه وزیر وینا له دروغو ډکه او لمسونکې وه
Jan 27, 2026 07:57ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په باکو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مطبوعاتي دفتر په یوې خبر پاڼه کښې اذربایجان جمهوریت ته د سفر په وخت د قدس د نیواکګر رژیم د باندنیو چارو د وزیر څرګندونې لاسوهونکې ، لسمونکې او کاملا دروغ وبللې او هغه یې وغندلې.
-
امریکا کښې سخته واوره شوې او څوارلس کسان هم وژل شوي
Jan 27, 2026 07:11زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا په بیلابیلو سیمو کښې تراوسه له یو فټ څخه زیاته واوره وریدله او په مختلفو پیښو کښې څوارلس کسان وژل شوي هم دي.
-
که چیري اروپا له امریکا پرته خپله دفاع کولای شي نو دا یو خوب دی
Jan 27, 2026 06:50زمونږ خبریال راپور راکړی د ناټو تړون سرمنشي مارک روټی(Mark Rutte) وویل چې اروپايي هیوادونه له امریکا پرته د خپلې دفاع کولو وړتیا نلري.
-
ډېکارلو: هڅه کوو افغانستان یوځل بیا له نړیوالې ټولنې سره یوځای شي
Jan 27, 2026 02:59د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستیالې رزمېري ډېکارلو د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې یاد سازمان هڅه کوي د دوحې له بهیر څخه په ګټې اخیستنې افغانستان بېرته له نړیوالې ټولنې سره ونښلوي.
-
په امریکا کې توپان،یو میلیون کسان له برېښنا بېبرخې او تر ۱۰ زره زیاتې الوتنې لغوه شوې
Jan 26, 2026 03:49دې توپان ،درنو واورو او سختې یخنۍ د دې هېواد ختیځ او جنوبي ایالتونه فلج کړي دي.