-
اټومي خبرو ته د نړیوال اژانس د ورګډیدا لپاره اوس ضرورت نشته
Apr 20, 2025 01:19ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په روم کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر رافائیل ګروسي د شتون په رول باندې ټینګار سره وویل:د هغه شتون ګټور دی خو د خبرواترو په داخل کښې نه ځکه چې مونږ تراوسه داسې مرحلې ته نه یوو رسیدلي چې دغه کار ته ضرورت ووسي.
-
انصارالله: امریکایان به درنه بیه ورکړي
Apr 17, 2025 11:20د یمن د انصارالله غورځنګ یوه جګپوړي غړي امریکایانو ته د یمن پر وړاندې د تیري د پایلو په اړه خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ: "امریکا به د نړۍ د ملتونو پر وړاندې د خپل جنایت لپاره دروند قیمت ورکړي."
-
دایران د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته ورسید
Apr 17, 2025 11:01د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن د یو ډیپلوماتیک پلاوي په مشرۍ مسکو ته ورسید ترڅو د روسیې له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې اترې او مشورې وکړي او د دغه هیواد ولسمشر ته د معظم رهبر مکتوب پیغام ورسوي.
-
د حماس د القسام غونډونو د صیهونیسټ رژیم مرکاوا ټانکونه تباه کړل
Apr 17, 2025 07:55د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) پوځي څانګې القسام د غزې په ختیځ کې د صیهونیستي پوځ درې مرکاوا ټانکونه ویجاړ کړل.
-
په خان یونس کې د کډوالو په خیمو د اسراییلي پوځ برید ۲۳ کسان شهیدان کړل.
Apr 17, 2025 07:53پارس ټوډې د ایرنا په حواله ویلي، صهیونیسټ رژیم یو بل جنایت ترسره کړ، دا ځل یې د غزې په جنوبي تړانګه کې د فلسطیني کډوالو په خیمو هیڅ رحم ونه کړ او په دې سیمه کې یې په یوه برید کې ۲۳ کسان شهیدان کړل.
-
پزشکیان: د هیواد چارې خبرو اترو ته نه ځنډیږي
Apr 17, 2025 07:48د ایران ولسمشر پزشکیان د اسلامي انقلاب د ستر رهبر د حکیمانه لارښوونو او خبرو قدرداني وکړه او ويې ويل: "د مذاکراتو پروسه په عادي ډول روانه ده او د هېواد چارې هم په خپل طبیعي لاره کې پلي او تعقیبېږي او دا بحثونه او مسایل به د یوې ثانیې لپاره هم ونه ځنډول شي."
-
په هند کې له ۱۷۰ زیات اسلامي ښونځي وتړل شول
Apr 17, 2025 01:30په هندوستان د اترکند صوبې کې له ۱۷۰ څخه زیاتې اسلامي مدرسې د صوبائي چارواکو لخوا وتړل شوې.
-
زېلېنسکي د اوکرایین په جګړه کې د میلیونونو کسانو د وژلو مسوول دی
Apr 16, 2025 02:39زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له «روسیې سره د جګړې د پیلولو او میلیونونو کسانو د وژلو» مسوول بللی دی.
-
روسیه په اوکراین کښې د اوربند د اصل ملاتړ کوي
Apr 16, 2025 02:26ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په لندن کښې د روسيې سفیر «اندری کلین»په اوکراین کښې د جنګ د بندولو لپاره د ډيپلوماټیکو خبرو اترو بهیر ته په اشارې سره ټینګار وکړ په دې زمینه کښې هر ډول موافقه به یوازې هغه وخت اغیز شیندونکي وي چې د کړکیچ په جرړو باندې غور وکړي او په هغې کښې د روسیې د حیاتي ګټو تضمین ورکړل شي.
-
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر نن تهران ته راځي
Apr 16, 2025 02:06ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي ایران ته د سفر په درشل کښې په ویانا کښې د روسیې له سفیر سره کتنه وکړه او دواړو لورو د ایران او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د ملګرتیاو په هکله خبرې وکړې.