کاناډا د چینایي ویډیو شریکولو ایپ ټیک ټاک بند کړ
(last modified Tue, 28 Feb 2023 11:58:20 GMT )
Feb 28, 2023 16:28 Asia/Kabul
  • کاناډا د چینایي ویډیو شریکولو ایپ ټیک ټاک بند کړ

کاناډايي چارواکو په دغه هېواد کې د امنیتي خوندیتوب له امله د ټیک ټاک اپلیکشن د نه کارولو پرېکړه وکړه.

کاناډا د چینایي ویډیو شریکولو ایپ ټیک ټاک بند کړ

کاناډايي چارواکو په دغه هېواد کې د امنیتي خوندیتوب له امله د ټیک ټاک اپلیکشن د نه کارولو پرېکړه وکړه.

د کاناډا حکومت یوه ویاند ویلي چې دغه پرېکړه د معلوماتو د مشر افسر تر بیا کتنې وروسته شوې ده، خو د ټیک ټاک ویاند د کاناډا هېواد یاده پرېکړه مایوسه کوونکې بللې.

بلخوا امریکا کې هم د ټیک ټاک د بندیدو په موخه اړونده ادارو ته دیرش ورځې وخت ورکړل شوی.

د یو بل خبر له مخې یو هسپانوي د ټیک ټاک په ژوندۍ خپرونه کې د خپلې میرمنې د وهلو په جرم په یو کال بند محکوم شو

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې په یوې ژوندۍ خپرونه کې د درې نارینه او یوې میرمنې ترمنځ سیالي روانه وه او بریالۍ یې د لیدونکو لخوا ټاکل کېده.

په هسپانیه کې په خپرو شویو عکسونو او ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې دغه سړي خپله میرمن دومره په زوره په څپېړه وهلې چې ان یې له سترګو اوښکي ځي، خو د دې چارې سره، سره بیا یې هم میرمنې په محکمه کې له قضیې ثبتولو څخه انکار کړی.

خو د هسپانیا محکمې حکم کړی چې دغه سړي د زرګونو خلکو پر وړاندې پخپلې میرمنې د څېړې وار کړی او له همدې امله ورته یو کال بند سزا ورکوي.

 

ټیګونه