له ځپلې ټاکلې مودې ۴ میاشتې مخکې زیږیدلو ماشومانو د خپل ژوند لومړنۍ کالیزه ونمانځله
دغه دوه غبرګونې کاناډايي ماشومان د خپل ټاکلې مودې څخه څلور میاشتې یا ۱۲۶ ورځې مخکې زیږیدلي وو او د ژوند پاتې کېدو تمه یې نه وه چې د یو کال عمر په بشپړولو سره یې نړیوال ریکارډ هم جوړ کړ.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ادیال او اریال په نوم دغه هلک او نجلۍ د هغو امریکایي غبرګولو ماشومانو ریکارډ مات کړ چې له ټاکلې مودې ۱۲۵ ورځې مخکې زېږېدلي وو.
اوس د کاناډایي ماشومانو نومونه د نړۍ د ریکارډونو په کتاب ګینس کې ثبت شول.
د ګینس په ویبپاڼه کې راغلي چې د دغو ماشومانو یوه هغه د زېږون پر مهال ۳۳۰ ګرامه او بل هغه یې ۴۲۰ ګرامه وزن درلود او له همدې کبله په نړۍ کې تر ټولو کم وزنه غبرګونکي ماشومان بلل شوي دي.