Jan 29, 2024 13:02 Asia/Kabul
  •  څېړنه؛ شین چای د انسان حافظې پیاوړې کولو او عمر زیاتېدو کې مرسته کوي

یوې نوې څېړنې ښودلې چې په منظم ډول د شین چای څښل د انسان حافظه پیاوړي کوي او دغه راز د عمر زیاتېدو کې هم ورسره مرسته کوي.

محققان وايي چې په شین چای کې کافیین، تیانین، ارجینین او اپلی ګالوکاتوکین مواد شته، چې د انسان د طبیعت او مزاج د ښه کېدو سبب کېږي او د سرطان او التهاب ضد تاثیرات هم لري.

د دغه تحقیق له مخې؛ په اونۍ کې حد اقل درې ګیلاس شین چای کولی شي چې د هغه کسانو په پرتله کم خفګان ولري چې هیڅ چای نه څښي، دغه راز د حافظې قوي کېدو او عمر زیاتېدو ترڅنګ د انسان طبیعت هم ښه کوي.

دغه څېړنه د جاپان هېواد د اوکیناوا جزیرې په اوسیدونکو تمرکز شوی چې د دغه جزیرې اوسېدونکي ډېر عمر کوي او له همدې کبله دا سیمه «د نه پناه کېدونکو ځمکه» یادېږي.

مخکې داسې فکر کېده چې د دغې جزیرې د اوسېدونکو د عمر د زیاتوالي یو علت د دوی ورځني خواړه دي، خو د جزیرې خلک شین چای، چې د یاسمین ګل هم په کې اچول شوی وي، ډېر څښي او ډېر یې خوښوي.

د یو بل تحقیق له مخې په شین چای کې د مانتي اوکسیدانت کتیکین ماده هم شته، چې د بدن د حجرو د تخریب مخه نیسي او بالاخره د عمر د زیاتېدو لامل ګرځي.

د نويو تحقیقاتو په اساس چې په ۲۰۲۲ کال کې شوي، شین چای داسې مواد هم لري چې د انسان د چاق کېدو مخه هم نیسي.

په ۲۰۲۰ کال کې چې کوم طبي تحقیقات شوي، ښکاره کوي چې په شین چای کې د سرطان ضد مواد هم شته، په خاص ډول د ښځو د تخمدان او د سږو د سرطان ضد مواد.

د یو بل تحقیق له مخې چې په ۲۰۱۸ کال کې شوی، وايي هغه کسان چې په اوونۍ کې حد اقل درې ګیلاس شین چای څښي، د هغو خلکو په پرتله په ژور خپګان کم اخته کېږي، چې هېڅ چای نه څښي.

همدغه راز تحقیقاتو ښودلې ده چې په شین چای کې کم کافیین موجود دي او همدغه راز تانین او امینواسید هم لري چې د ژور خپګان او اضطراب په مخنیوي کې رول لري. د دې تر څنګ د مغزو او حافظې په تقویت کې هم مرسته کوي.

شین چای د التهاب ضد ماده هم لري. څېړنو ښودلې ده چې په شین چای کې موجود فلاوونایډ د مغزو د حجرو په وده کې هم مرسته کوي او د پزې انساج هم سالم ساتي، په دې کار سره د پزې سوزش/سوخت له منځه وړي او د فشار منفي اغیزې هم لرې کوي.

خو دا هغه څېړنه ده چې لا نورو طبو ټولنو نه ده تایید کړې.

دلته درته د شنو چایو لس ګټې لیکم، هیله ده ویې لولئ او خوښ مو شي:

1ـ څېړنې وايي چې شين چای د سترګو د لېنز لپاره موثر تماميږي او په سترګو کې د داغونو مخه نيسي او له منځه يې وړي. شین چای د سترګو روغتیا ته ګټور دی.

۲ ـ شين چای د مغز د ښه فعاليت لامل کيږي او د مغزي ناروغيو په مخنيوي کې مهم رول لري. هغه کسان چې حافظه يې کمزوري وي شين چای ګټه ورته کولی شي.

۳ ـ د شین چای منظم مصرف د ژر زړېدو مخه نيسي.

۴ ـ شين چای د سرطان په مخنيوي کې مهم رول لري.

۵ ـ شين چای د التهاب او درد ضد خواص لري، د پوست د وچوالي مخه نيسي، شین چای د بدن پوستکي له پاره ګټور دی.

۶ ـ شين چای د زړه د ناروغيو په کمولو کې اړین رول لري او هغه وګړي چې په ورځني ډول درې ځله شين چای څښي په لږ اندازه د زړه د ناروغيو سره مخ کيږي.

۸ ـ شين چای د وينې فشار ثابت ساتي او د وينې د ښه جريان لامل کيږي.

۹ ـ په منظم ډول د شین چای څښل باکترياوې او ميکروبونه وژني، د ويروسو په وړاندې هم ګټور درمل بلل کيږي. دغه راز د وجود دفاعي سېستم پياوړی کوي او د ناروغيو مخه نيسي.

۱۰ ـ څیړنې ښيي چې شين چای د خپګان په کنټرول کې هم ونډه لري.

– شين چای د خوړو په هضم کې هم د پام وړ رول لري. دغه راز شين چای  د اوريو د تورېدو مخنيوی هم کوي.

که غواړی لاګټور شين چای نوش جان کړئ يوې پيالې چای ته يو يا نيم ليمو هم و زبېخئ چې لا مزېدار او ګټور شي.

 

ټیګونه