Mar 04, 2024 13:48 Asia/Kabul
  • د یو سړي له سر څخه د شاوخوا 10 کیلو تومور لرې کول

یو تن چې په سر کې یې د خټکي په اندازه تومور وو او وزن یې تقریباٌ لس کیلو ګرامه وو، د عملیاتو په ترڅ کې ترې لرې کړای شو.

د برتانیې د «ډېلي مېل» د راپور له مخې، یو هندی سړي له پنځلس کلن ځنډ وروسته روغتون ته د یاد تومور د عملیاتو کولو په موخه ولاړ.

دغه ۳۹ کلن سړي ۱۵ کاله وړاندې د لومړي ځل لپاره د سر په شا کې یو وړوکې دانه لیدلې وه، خو پاملرنه یې ورته نه وه کړې.

د کالونو په اوږدو کې دغه دانه د لویدو په حال کې وه، ان تر دې چې یو وخت داسې لیدل کېده چې ګوندې نوموړی په تن کې دویم سر لري.

Image Caption

 

د هغه په ​​وينا، له کلونو راهيسې يې د غاړې درد او د خوب له ستونزو سره مخ و، خو په دې وروستيو کې د پښو او لاسونو د بې حسۍ له ستونزې سره هم مخامخ شوی وو.

د هند په جادپور روغتون کې  ډاکټرانو دغه تومور د مزانشیمي په نوم تشخیص کړ او په بشپړ ډول یې د عملیاتو په ترڅ کې د هغه سر څخه جلا کړ.

په هند کې د جادپور روغتون اعلان وکړ چې دغه تومور سرطاني نه وو او سړی کولی شي له پنځلس کلن ځنډ وروسته خپل سر په بالښت کیږدي او ارام وکړي.

باید یادونه وشي چې mesenchymal تومورونه اکثرا سرطان نه وي، مګر د دې احتمال له امله، دوی د بدن څخه لرې کولو وروسته معاینه کیږي.

 

ټیګونه