له برجامه د امريکې د وتلو دريمه کليزه، يو بې فائدې کوشش
(last modified Sat, 08 May 2021 10:57:05 GMT )
May 08, 2021 15:27 Asia/Kabul
  • له برجامه د امريکې د وتلو دريمه کليزه، يو بې فائدې کوشش

درې کاله آګاهو د ۲۰۱۸ کال د مۍ په اتمه نېټه د امريکې د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ په رسمي توګه له برجام ايټمي موافقې څخه د دغه هېواد د وتلو اعلان وکړ. ټرمپ په ځلونو په برجام باندې په نيوکو سره هغه د امريکې لپاره ډېره بده مووافقه نومولې او له هغې څخه د وتلو ګواښ يې کړے ؤ.

له برجام ايټمي موافقې څخه د امريکې له وتلو وروسته د ټرمپ حکومت د پراخو نړيوالو مخالفتونو باوجود په برجام موافقې او د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک کښې خپلې ژمنې څنګته کېښودې او د خپلو غېرقانوني غوښتنو منلو ته د ايران د مجبورولو لپاره يې د تهران په خلاف له زيات نه زيات دباو د جنګ په چوکاټ کښې دېر بې مخينې بنديزونه عملي کړل او د برجام د ساتنې لپاره يې له هر ډول طرحې سره مخالفت وکړ.

د ټرمپ حکومت به ادعا کوله چې په دا ډول په خپل اند به تهران د خپلو دولسو غوښتنو په وړاندې تسلېمدو ته مجبور کړي چې د امريکې د هغه وخت خارجه وزير مائک پومپيو د ۲۰۱۸ کال په مۍ کښې مطرح کړې وې. پومپيو له ايران څخه په دولسو غوښتنو مشتمل يو لېسټ له تهران سره د واشنګټن د خبرو اترو د وړاندې شرط په توګه اعلان کړ چې البته د زياترو شناندو او رسنيو له تمسخر سره مخامخ شو. هغه په دغه چوکاټ کښې د ايران د ايټمي پروګرام په بشپړه توګه د اودرولو، د توغنده اي پروګرام د اودرولو او محدولو او د ايران د سيمه ايزو اقداماتو د ختمولو غوښتنه وکړه. د پومپيو غوښتنه د امريکې په وړاندې د ايران پوره تسليمېدل ؤ. د ټرمپ د حکومت آئيډيا دا وه چې له زيات نه زيات دباو جنګ د ايران اسلامي جمهوريت د برجام په ځاے د نوې موافقې په سر خبرو اترو ته مجبورولې شي. خو ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شلمه په داسې حال کښې له اقتداره څنګته شو د دغه مقصد په پوره کېدو کښې يې ماتې خوړلې وه.حتی د ټرمپ د حکومت ترټولو تندلارې غړي د امريکې د ملي امنيت پخواني صلاحکار جان بولټن هم په دې مسئله اعتراف کړے دے.ټرمپ د ايران په وړاندې د سټراټيجۍ د نه لرلو په وجه له تهران سره د بې وجې تاوتريخوالو د زياتولو او له خپلو انډيوالانو څخه د امريکې د لارې د بيلولو په خاطر د خپلو نيوکه کونکو لخوا له سختو نيوکو سره مخامخ شو. له زيات نه زيات مقاومت د سياست په چوکاټ کښې د بنديزونو په وړاندې د ايران د خلقو مثالي مقاومت د ټرمپ د حکومت د پوره ماتې او ناکامۍ سبب شو.

دا يوه داسې مسئله ده چې د امريکې په دننه او بهر کښې زياترو شناندو او سياسي چاروااکو پرې اعتراف کړے دے. په ملګرو ملتو کښې د روسيې استازي له برجامه د امريکې د وتلو نتيجه رسوا کونکې ماتې وبلله.

د ټرمپ حکومت د امريکې په دننه کښې هم د ايران په وړاندې د خپلو سياستونو د ناکامۍ په تېره بيا د ايران په خلاف د تاريخ په اوږدو کښې د ډېرو پراخو بنديزونو د بې اثر کېدو په وجه له سختو نيوکو سره مخامخ شو او حتی له دغو نيوکو سره مخامخ دے.

د امريکې اوسني ولسمشر جوبائيډن د ۲۰۲۰ کال په ستمبر کښې د امريکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د مبارزو په دوران کښې په يوه ليکنه کښې اعتراف وکړ چې ډونالډ ټرمپ له برجامه په وتلو سره تېروتنه کړې ده او د امريکې د ملي ګټو په خلاف اقدام ترسره کړے او امريکه يې ګوښې ته کړه. خو بائيډن هم په عمل کښې د خپلې واکمنۍ له ابتدا يعنې د روان ميلادي کال له جنورۍ نه تراوسه هم هغه له زيات نه زيات دباو سياست ته دوام ورکړے او دې ته بې له اشارې چې کوم حکومت د برجام په وړاندې د وعدې خلاف ورزي کړې او ترې وتلے دے برجام ته د امريکې ستنېدل د تهران له اقدام سره مشروط کړي دي. هغه وعده کړې ده چې د برجام پوره اجر ته د ايران د ستنېدو په صورت کښې به واشنګټن هم دغې موافقې ته وګرځي.

د بائيډن د حکومت د غېر منطقي تګلارې په مقابل کښې د ايران اسلامي جمهوريت اعلان کړے چې ايران به هغه وخت خپلو برجامي ژمنو ته ستون شي کله چې امريکه په عمل کښې، نه په خبرو او د کاغذ په مخ ټول بنديزونه لغو کړي او د دې مسئلې راستي آزمائنه اوشي.»

-------

 

ټیګونه