د ایران خپلواکي، پایداره امنیت او آزادي د شهیدانو له برکته ده
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د خپل هیواد خپلواکي، امنیت او آزادي د شهیدانو د وینې نتیجه وبلله
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د خپل هیواد خپلواکي، امنیت او آزادي د شهیدانو د وینې نتیجه وبلله
ولسمشر حسن روحاني پرون د یوشمیر شهیدانو، جانبازانو او ایثارګرانو د درنو کورنیو په کتنه کښې په ټولنه کښې په تیره د ځوانانو ترمینځ د سرشندنې، ایثار او شهادت د کلتور په دودیدو او پیاوړي کیدو په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: د بدغواړو د دسیسو او د دښمن د ظالمانه بندیزونو او اقتصادي جنګ په وړاندې د ولس په مقاومت او اودریدنې سره نن سبا د امریکې په شمول ټوله دنیا دې نتیجې ته رسیدلې ده چې د زیات نه زیات دباؤ سیاست ماتې خوړلې ده.
هغه زیاته کړه: امریکا له قانون، په خپلو ژمنو باندې له عمل کولو، د ټولو بندیزونو له ختمولو او د برجام له بشپړې اجرا کونې پرته هیڅ لاره نه لري.