ظریف:
د صهیونیسټي رژیم جنایتکارانه اقدامات زیات شوي دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سوریې ته له رسیدو سره سم ټینګار وکړ چې د صهیونسټي رژیم جنایتکاره اقداماتو زور اخیستی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سوریې ته له رسیدو سره سم ټینګار وکړ چې د صهیونسټي رژیم جنایتکاره اقداماتو زور اخیستی دی.
محمد جواد ظریف نن دمشق ته له رسیدو سره سم وویل چې د قدس له نړیوالې ورځې وروسته د صهیونیسټي رژیم په جنایتکارانه اقداماتو کښې شدت راغلی دی.
هغه زیاته کړه: په مسجدالاقصی او نیواکي ټاټوبي کښې کم مخینې پیښې رامینځته شوې دي او هم داشان په غزې باندې د بمباریو دوام په سیمه کښې ډیر بد حالات رامینځته کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان وویل: له ډیرو ځانګړو حالاتو سره مخامخ یو او ټاکل شوې وه چې د سوریې د انتخاباتو په درشل کښې دغه هیواد ته یو سفر وکړو او له سوري چارواکو سره د دې مهمې پیښې په اړه خبرې وکړو.
ظریف وویل چې سوریه د مقاومت د یو مخکښ هیواد په توګه ډیر مهم رول لري.