ظریف د اسپانیا له خارجه وزیرې سره وکتل
د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف د خپل اروپايي ټوور په پیل کښې پرون سهار د اسپانیا پلازمینې میډریډ ښار ته لاړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر چې د اسپانیا له چارواکو سره د خبرواترو په موخه میډرِډ ته تلی دی، پرون مازیګر یې د دغه هیواد د بهرنیو چارو او د اروپايي اتحادیې د چارو له وزیرې آرانچا ګونزالس لایا Arancha González Laya سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.
د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف د خپل اروپايي ټوور په پیل کښې پرون سهار د اسپانیا پلازمینې میډریډ ښار ته لاړ.
د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او د خپل مینځي دلچسپۍ وړ موضوعاتو کښې ګډه ملګرتیا به د دغه سفر اصلي تمرکز وي.
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر اروپا ته له سفر مخکښې سوریې ته تلی و او د دغه هیواد له چارواکو سره یې خبرې اترې وکړې.