د ایران خارجه وزیر له پاپ فرانسس او د واټیکان له جګ پوړو چارواکو سره وکتل
محمد جواد ظریف پرون له پاپ فرانسس سره ملاقات کړی دی.
محمد جواد ظریف پرون له پاپ فرانسس سره ملاقات کړی دی.
د ایران خارجه وزیر له پاپ فرانسس او هم داشان د واټیکان له وزیراعظم او خارجه وزیر سره له کتنې وروسته په واټیکان کښې د خپلو ملاقاتونو په هکله وویل: په دغو لیدنو کتنو کښې د نړیوالو حالاتو، د بندیزونو د حالت، په اسلامي ټولنه کښې د اخلاقو، د کورنۍ له مرکزه د ملاتړ د اهمیت او د فلسطین د وضعیت په هکله خبرې اترې وشوې.
ظریف دغه ملاقاتونه مهم وبلل او په نیواکي ټاټوبي کښې وروستیو پیښو ته په اشارې سره یې وویل: په روانو حالاتو کښې د فلسطین د خلکو حالات ډیر خواشینونکي دي او پر دې سربیره بندیزونو د لبنان په خلکو بندې ډیره بده اغیزه کړې ده.
د ویلو ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له پاپ فرانسس سره له کتنې مخکښې د واټیکان له وزیراعظم پارولین او خارجه وزیر ګالاګر سره خبرې اترې کړې وې.