د ویانا په مذاکراتو کښې ښه پرمختګونه شوي دي
(last modified Wed, 19 May 2021 09:17:08 GMT )
May 19, 2021 13:47 Asia/Kabul
  • د ویانا په مذاکراتو کښې ښه پرمختګونه شوي دي

د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال وویل: د ویانا په مذاکراتو کښې ډیر ښه پرمختګونه ترلاسه شوې دي.

د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال وویل: د ویانا په مذاکراتو کښې ډیر ښه پرمختګونه ترلاسه شوې دي.

سید عباس عراقچي چې په ویانا کښې په روانو مذاکراتو کښې د ایراني پلاوي مشري کوي، نن د برجام د ګډ کمیشن له غونډې مخکښې یې وویل: په دغې غونډې کښې چې د څه باندې دوو اونیو د خبرواترو په پاې کښې به ترسره شي، یوه جمع بندي به وشي او پلاوي به د صلاح مشورو لپاره یوځل بیا د خپلو هیوادونو پلازمینو ته مراجعه وکړي.

هغه وویل چې په تیرو دوو اونیو کښې چې د مذاکراتو څلورم پړاؤ و، زما له نظره ښه پرمختګونه شوې دي او یوڅو مهم موضوعات پاتې دي چې په پایتختونو کښې لازیاتې څیړنې او فیصلې ته اړتیا لري چې هیله ده په راتلونکو څو ورځو کښې ترسره شي او د مذاکراتو په راتلونکي پړاؤ کښې یوې جمع بندۍ ته ورسیږو.

د ویلو ده چې د ایټمي موافقې په لړ کښې د برجام د ګډ کمیشن غونډه د ایران او ۴+۱ ډلې یعنې جرمني، فرانسې، روسیې، چین او انګلستان د پلاویو او د اروپا اتحادیې د استازي په شتون سره نن مازیګر په ویانا کښې ترسره کیږي.

 

ټیګونه