بنديزونه د ايران د پرمختګ او ترقۍ مخه نه شي نيوې
(last modified Thu, 20 May 2021 09:36:32 GMT )
May 20, 2021 14:06 Asia/Kabul
  • بنديزونه د ايران د پرمختګ او ترقۍ مخه نه شي نيوې

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د توليد چټکتيا لپاره د تدبير او اميد اته شپېتم پړاو کښې پېټروکيميکل ملي منصوبو د پرانستې په مراسمو کښې وويل: د زيارت د ورځو پرانېستو په ښه ډول وښودله چې د ايران ملت ټينګ ولاړ دے او بنديزونه او اقتصادي دباونه د دوي د پرمختګ او ترقۍ مخه نه شي نيوې.

ډاکټر حسن روحاني نن د دې په بيانولو سره چې په يو کال کښې د پېټروکيميکل اولسو سترو منصوبو د افتتاح باور د زياترو لپاره سخته چاره وه خو نن دغه خبره عملي شوې ده زياته کړه، دا چې حکومت وکړې شول په دې زرين کال کښې په پېټروکيميکل صنعت کښې د توليد ځغل عملي کړي او نن د هېواد د پېټروکيميکل ظرفيت له شپږ پنځوس ميلين ټنو نه سل ميلين ټنو ته ورزيات کړي، د وياړ او ارزښت خبره ده.

ولسمشر روحاني زياته کړه، په تېرو اتو کلونو کښې يو سل دېرش ميليارډ ډالر په غېر تيلي صادراتو کښې زيات شول چې له اتو کلونو مخکې مودې سره په پرتله کښې يې تقريباً نهه پنځوس فيصده زياتوالے وموند.

د ايران داسلامي جمهوريت ولسمشر واضحه کړه، په دې وروستيو دوه درې مياشتو کښې د حکومت دوه مهمې اندېښنې کورونا او بنديزونه وو چې  د خداے په فضل سره به د دواړو ملا ماته کړوو په تېره بيا دا چې هغوي په ويانا کښې دا خبره منلې ده چې له تېلو او پېټروکيميکل نه واخلې تر بيمې، مرکزي بېنک او کيشتۍ چلونې پورې به اصلي بنديزونه ختم کړې شي.

حسن روحاني نن په آنلائن توګه د يو ميليارډ او درې سوه څلور ميلين ډالرو په اعتبار سره د مسجدسلېمان پېټروکيميکل، سبلان – عسلويه پېټروکيميکل او اکسير حلال عسلويه پېټروکيميکل منصوبو د پرانستې حکم صادر کړ.

 

ټیګونه