محمد جواد ظريف:
د اړم په توګه د ټرمپ د بنديزونو دوام د قبول وړ نه دے
May 21, 2021 14:24 Asia/Kabul
د ايران خارجه وزير وويل: د بائيډن د حکومت لخوا د خبرو اترو د اړم په توګه د ترمپ د غېرقانوني او غېرانساني بنديزونو د دوام د قبول وړ نه دے.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف بېګا د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست له مشر جوزف بورل سره په ټيلفوني خبرو کښې د بورل او د هغه د ملګرو د هلو ځلو په قدرونې سره په تېرو پينځو مياشتو کښې د امريکې د اقتصادي ترهه ګرۍ او د دغه هېواد لخوا د ژمنو د مسلسل خلاف روزۍ په دوام نيوکه وکړه.
ظريف تاکيد وکړ، په ويانا کښې د خبرو اترو د کاميابۍ لپاره د ضروري شرط په توګه د دغې پالېسۍ بنيادي بدلون يوه سياسي فېصله ده او د امريکې ولسمشر يې پکار دے غوره کړي.