د یوه ملت مقاومت له ځان سره بریالیتوب لري
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر د فلسطین ملت ته د بریالیتوب په مبارکۍ سره وویل د دغه ملت مقاومت او وحدت او هغه پریکنده ځواب چې غزې تړانګې د صهیونیسټانو تیریو ته ورکاوه د فلسطین د ملت او البته د ټولو مسلمانانو لپاره ستر بریالیتوب دی .
حسن روحاني نن له کورونا ویروس سره د مقابلې د ملي کمیټۍ په غونډې کښې د مقابلې او د مقاومت په دوو (۲) اونیو کښې له صهیونیسټانو سره په مقابلې کښې د فلسطین دملت بریالیتوبونو ته اشاره وکړه او ویې ویل د صهیونیسټ غاصب رژیم او د فلسطین د مسلمانو خلکو ترمینځ په څوارلس (۱۴) ورځې بشپړه جنګ کښې د لومړي ځل لپاره د فلسطین ټول خلک سره متحد وو او د نولس سوه اته څلویښتم (۱۹۴۸) میلادي کال ټاټوبي او په نورو هیوادونو کښې د فلسطین کیمپونه او د غزې تړانګې او د لویدیځې غاړې په شمول د فلسطین بیلابیلې سیمې یوهیړ د صهیونیسټ رژیم په مقابل کښې ودریدلې .
د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل انصافا په ټولو هیوادونو کښې ملتونه په ښه ډول عمل ته ورننوتل او د فلسطین د مظلومو خلکو ملاتړ یې وکړ خو له بده مرغه د لویدیځو حکومتونو په شمول ځینو حکومتونو ناسم دریځونه غوره کړل او په عین حال کښې اسلامي هیوادونو ښه دریځ غوره کړ .
هغه وویل له لویدیځې نړۍ بل ډول هیله کیدله خو له بده مرغه په هغوې ډیرو تر اخر پورې غلي ناست وو .
د ایران ولسمشر حسن روحاني دغه راز دې ته په اشارې سره چې د یوه(۱) ملت مقاومت له ځان سره بریالیتوب لري زیاته کړه یو (۱) مورد چې مونږ ولیده همدا وو چې د فلسطین ملت د یوه (۱)قدرتمن رژيم په وړاندې چې له امریکا رانیولي تر اروپا پورې ټولو لویدیځو هیوادونو ورسره مرسته کوله بریالیتوب ته ورسید .
د ایران ولسمشر حسن روحاني د دغه بریالیتوب په هکله د فلسطین صبور ، مقاومت او مجاهد ملت ته مبارکي وویله .