ایران باید درستو ایټمي ټيکنالوجیو درشل ته ورسوو
شهید مجید شهریاري په ایټمی بسیاینې کې یو اغیز شیندونکی شخصیّت دی چې د یوشمیر متفکرانو اوپوهانو په ملګرتیا سره دغه په ځان بسیاینه رامینځة شوه .
زمونږخبریال راپور راکړ دایران دایټمي انرژۍ د ادارې مشر علی اکبر صالحي پرون دسپيڅلي دفاع د ارزښتونو د آثار اونشر له فاؤنډيشن سره ددغې ادارې د ملګرتیا د تفاهم نامې دلاسلیک کولو په څنډې کې وئیلي دي ، د ځوانانو په همت او زیار سره مو د امریکا د کرغیړن او جنجالي پخواني ولسمشر له دباؤنو او فلج کونکو بندیزونو سره سره پرمختګ کړی دی .
صالحي زیاته کړې ، دټرمپ او دهغه د ټيم هیڅ یوکرغیړن اقدام د ایران دتسلیمیدا سبب شوی نه دی . دایران د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر ټينګار کړی ،باید دسوله ایزو ایټمي فعالیتونو په لړ کې د درستو ایټمي ټيکنالوجیو درشل ته ورسیږو . البته اوس هم پّ سمیې کې ځانګړی مقام لرو .
د ایران دا یټمي انرژۍ دادارې مشر همداراز په تیرو څلویښتو کلونو کې د ایران داسلامی جمهوریت دبریاؤ په بیانولو سره او د هیواد سوله ایزو ایټمي فعالیتونو په پرمختګ کې د ایټمي شهیدان رول ته په اشارې سره وئیلي دي ، شهید مجید شهریاري په ایټمی بسیاینې کې یو اغیز شیندونکی شخصیّت دی چې د یوشمیر متفکرانو اوپوهانو په ملګرتیا سره دغه په ځان بسیاینه رامینځة شوه .