روحاني:
پرتمین انتخابات د نظام د رواوالي ضامن دي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د پرتمینو او زوږناکو انتخاباتو ترسره کیدل د ایران د جمهوري اسلامي نظام د روا والي ضمانت ورکوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د پرتمینو او زوږناکو انتخاباتو ترسره کیدل د ایران د جمهوري اسلامي نظام د روا والي ضمانت ورکوي.
ولسمشر حسن روحاني نن د خپلې کابینې په غونډې کښې د ایران د ولسمشریزو انتخاباتو رانزدې کیدو ته په اشارې سره وویل: په ایران کښې زوږناکې ولسمشریزې ټاکنې د نظام د رواوالي ضامنې ګڼل کیږي او په کښې د خلکو زیات نه زیات ګډون یې اصلي موخه ده.
هغه هم داشان د بندیزونو د بې اغیزې کولو لپاره د ایران د حکومت هلوځلو ته په اشارې سره هم زیاته کړه: د ویانا په خبرواترو کښې شوی پرمختګ د پام وړ دی او په بنیادي او مهمو مسائلو کښې موافقې ته ورسیدلو، البته ځینې موارد لا شته چې پرې بحث روان دی او مونږ یې د هواري وړ ګڼو.
د اسلامي ایران ولسمشر دې ټکي ته په اشارې سره چې امریکایان وړومبۍ بابد په خپلو ژمنو عمل وکړي نو بیا به مونږ خپلې ژمنې پوره کوو، وویل: مذاکرات ایټمي موافقې ته د امریکې د ستنیدو د څرنګوالي او اجرا په سر دي.
د ایران د اسلامي جموریت د ولسمشریزو ټاکنو دیارلسم پړاؤ د روانې غبرګولي د میاشتې په اتویشتمه یعنې د جون په اتلسمه نیټه ترسره کیدونکې دی.