د ایران خارجه وزیر د ارمنستان له ولسمشر سره کتنه وکړه
ظریف د ګاونډیو هیوادونو د اختلافاتو د اواری په لړ کې هلوځلو لپاره د ایران چمتووالی ته په اشارې سره د سیمې د هیوادونو د مځکنی بشپړتیا د ساتلو او د نړیوالو حقوقو د رعایتولو په اهمیت ټینګار وکړ .
د ایران د خارجه وزارت د اطلاع رسونې ادارې له راپور سره سم ښاغلی ظریف د ارمنستان له ولسمشر ارمن سرکیسان سره کتنه او د دواړو ملتونو تتاریخی او دوستانه اړیکو ته په اشارې سره په سیمه کې سولې او ثبات ته د ایران د ژمنې یادونه وکړه .
ظریف د ګاونډیو هیوادونو د اختلافاتو د اواری په لړ کې هلوځلو لپاره د ایران چمتووالی ته په اشارې سره د سیمې د هیوادونو د مځکنی بشپړتیا د ساتلو او د نړیوالو حقوقو د رعایتولو په اهمیت ټینګار وکړ .
سرکیسیان هم پر دې په ټینګار سره چی ارمنستان ایران یو قابل اعتماد دوست او شریک بولی ، د ایران او ارمنستان ترمینځ د دوه اړخیزه اړیکو د ژورتیا په اهمیت ټینګار وکړ .
په دغه کتنه کې دواړو لورو د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا په لړ کې له موجودو ظرفیتونو ګټه پورته کول ضروری وبلل .