که نامزدان خلق په دې قانع کړي چې اقتصادي مسائل هوارولې شي په انتخاباتو کښې ګډون زياتيږي
(last modified Thu, 27 May 2021 10:52:24 GMT )
May 27, 2021 15:22 Asia/Kabul
  •  که نامزدان خلق په دې قانع کړي چې اقتصادي مسائل هوارولې شي په انتخاباتو کښې ګډون زياتيږي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر خلقو ته په خطاب سره وفرمايل: د هغو کسانو په خبرو پسې لاړ نه شوو او وې نه منو چې دا ترويجوي چې څه فائده نشته چې د رائې صندوقونو ته لاړ شو. دغه کسان د خلقو زړۀ سواندي ندي. هغه څوک چې د خلقو زړۀ سواندي دي خلق د رائې صندونو ته له ورتلو نه منعې کوي.

معظم رهبر د اطلاع رسونې د دفتر د رپوټ له مخې حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي نن د اسلامي شورا د جرګې د مشر او استازيو په آنلائن کتنه کښې د انتخاباتو د وروستيو مسائلو په باره کښې په يوه مهمه وېنا کښې د نامزدو کسانو په انتخاباتي پروګرامونو کښې د خلقو د اقتصادي او معيشتي مشکلاتو په باره کښې د عيني او واقعي حل لارو بيانول  په انتخاباتو کښې د ګډون کولو د انګېزې د زياتېدو عامل وبلۀ او د انتخاباتي سياليو د اوامر و نواهي په بيانولو سره تاکيد وکړ: د انتخاباتو د نتيجې اثر به کلونه کلونه د خلقو په ژوند او هېواد باندې سيورے ولري او هيله من يوو چې د غبرګولي د مياشتې د اتويشتمې انتخابات به د دښمنانو د غوښتنو په اپوټه د ايران د آبرو، عزت او سرلوړۍ سبب وګرځي.

حضرت آيت ا...العظمی خامنه اي واضحه کړه چې د ځينو کسانو د  صلاحيت نه اثباتېدل د هغوي د بې صلاحيتۍ په معنا نه دي بلکه معنا يې دا ده چې څارونکې شورا خپلو رپوټونو، امکاناتو او اشنايو ته په پام سره د هغوي د صلاحيت تشخيص نه دے کړې شوے، که څه هم ممکنه ده هغه کس لوړ صلاحيت هم ولري.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د غبرګولي د مياشتې  اتويشتمې په انتخاباتو کښې په کمه اندازه د خلقو د ګډون په احتمال باندې د ځينو د اندېښنو په باره کښې وفرمايل: زۀ باوري يم چې د خلقو د ګډون اندازه له دې نوم او هغه نوم سره څه تعلق نه لري بلکه خلق په داسې کس پسې دي چې د هېواد د مشکلاتو د هواري لپاره مديريت او مضبوطه اراده او لوړ کارنده توب ولري او د خلقو لپاره هم دا مهمه نه ده چې هغه کس څه عنوان لري او يا د کومې ډلې دے، البته شايد دا موضوع د سياسي ډلو لپاره مهمه وي خو د عامه خلقو لپاره داسې نه ده.

حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د اسلامي انقلاب د کاميابۍ له ابتداء څخه په تېره بيا د اساسي قانون له بدلون او ولسمشر ته د حکومت د چلولو د اجرائي دندو له سپارلو وروسته له انتخاباتو سره د دښمنانو مخالفت ته په اشارې سره دا خبره څرګنده کړه چې په دغو دوه څلوېښت کلونو کښې د دښمانو تبليغاتي اېجنډا داسې ده چې له انتخاباتو نه مخکښې وائي خلق به پکښې ګډون ونه کړي، بيا په انتخاباتو کښې د خلقو له ګډونه وروسته وائي په انتخاباتو کښې انجنئيري شوې وه او د ولسمشر په توګه  د غوره کړې شوي کس په باره کښې هم وائي هغه اختيارات نه لري.

معظم رهبر تاکيد وکړ، د دغو ټولو دښمنيو او پروپېګنډو باوجود د ټولو دنده ده چې پکار دے په هغه څه پسې لاړشو چې شرعي دنده او د خداے پاک رضا ده او خپله ذمه واري پوره کړوو.د معظم رهبر له وېنا مخکښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر محمد قاليباف د يولسمې جرګې د يوې کلنۍ کارکردګۍ رپوټ وړاندې کړ.

 

ټیګونه