ولسمشر روحاني:
د هېواد د ودې او ترقۍ لار به دوام ولري
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر تاکيد وکړ، د هېواد د ودې او ترقۍ لار به دوام ولري.
د ايران پرېس د رپوټ له مخې ډاکټر حسن روحاني نن په ټول هېواد کښې د کلتوري ميراث ، سياحت او لاسي صنائعو د وزارت د ملي منصوبو د پرانېستې په مراسمو کښې وويل: راتلونکے حکومت هم کولې شي هره هفته د ملي پروژو د پرانېستې پروګرام ته دوام ورکړي او د هېواد د ودې او ترقۍ په لاره تګ جاري وساتي.
ولسمشر زياته کړه، په دې حکومت کښې په ترسره شويو اقداماتو او کوششونو سره د ايران دوه زره اوه سوه درويشت تاريخي اثار چې کلونه کلونه په نورو هېوادونو کښې وو راستانه کړې شول.
روحاني دا خبره څرګنده کړه چې د بنديزونو ختمېدل به د هغو ختمېدو لپاره د اقدام د څه رنګوالي په باره کښې له پوره موافقې نه پس ترسره شي او هيله من يوو چې د کورونا د کنټرولېدو او د بنديزونو په ختمېدوسره به د ايران د ملت په اړه ډېر غوره حالاتو رامنځته شي.