سيد ابراهيم رئيسي:
د هېواد د مشکلاتو په حل لاره پوهېږم
په ايران کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ديارلسم پړاو نامزد وويل، د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ډګر کښې د دۀ د شتون انګېزه د خلقو د مشکلاتو، کړاؤنو، ناهيليو او کمښتونو د ختمولو لپاره کوشش دے.
د ايران پرېس د رپوټ له مخې سيد ابراهيم رئيسي پرون د خپلو انتخاباتي پروګرامونو په دوام کښې وويل: ځينې بې انصافۍ، کمښتونه او مالي فساد شتون لري او پکار ورسره پرېکنده سلوک اوشي. د انتخاباتو دغه نامزد زياته کړه، په اجرائي او اداري مراکزو کښې پکار دے د مالي فساد جرړې اوچې شي.
سيد ابراهيم رئيسي د دې په بيانولو سره چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ډګر ته د ننوتلو لپاره يې انګېزه د خلقو د مختلفو پرګنو، پوهانو او شخصياتو غوښتنه وه وويل: د خلقو غوښتنې ته لبيک ويل يې د انتخاباتو ډګر ته د ننوتلو لپاره دنده وه.
هغۀ تاکيد وکړ که مې څه کار نه شو ترسره کولې نو د ولسمشرۍ د انتخاباتو ډګر ته مې نه دانګل، يو لړ داسې لارو چارو ته د لاسرسائۍ امکان شته چې موجوده مشکلات ختمولې شي. هغه زياته کړه موجوده حالت د هيچا لپاره د قبول وړ نه دے او پکار دے بدلون رامنځته شي او د دې مهم سر ته رسول د عوامو او ټولو سياسي ډلو ملګرتيا ته ضرورت لري. د ايران د ولسمشرۍ د انتخاباتو ديارلسم پړاو د روان جون د مياشتې په اتلسمه نېټه ترسره کيږي.