په اتیا هیوادونو کښې د امام خمیني رح د کلیزې مراسم ترسره کیږي
Jun 02, 2021 11:57 Asia/Kabul
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي ارتباطاتو او د کلتور موسسې مشر ابوذر ابراهیمي ترکمان وویل د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت د کلیزې په مناسبت د ایران د کلتوري نمایندګیو دوه سوه درې اویا(۲۷۳) پروګرامونه ترسره کیږي .
هغه نن وویل دغه اداره د اسلامي انقلاب د ارواښاد مشر د رحلت د کلیزې د نړیوالو پروګرامونو د مسولې په توګه د غبرګولې د میاشتې د څوارلسمې (۱۴)نیټې په مناسبت په خارج کښې د ایران په څه د پاسه اتیا (۸۰) کلتوري نمایندګیو کښې بیلابیل پروګرامونه ترسره کوي .
ابوذر ابراهیمي ترکمان وویل د ایران په کلتوري مرکزونو کښې د اینټرنیټ له ظرفیتونو څخه د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه دتفکرونو او اثارو د دودولو او د مراسمو د ترسره کولو لپاره استفاده وشي .