د رایو صندوق د اسلامي انقلاب مهمه بریا او نتیجه ده
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران ولسمشر حسن روحاني ټينګار وکړ د رایو صندوق د اسلامي انقلاب مهمه بریا او نتیجه ده .
هغه نن وویل هغه حل لاره چې امام خمیني رحمت الله علیه د ایران د اداره کولو لپاره ورکړه انتخابات او خلک دي او میزان د ملت رایه ده د اسلامي انقلاب د بنسټګر اصلي شعار وو .
د ایران ولسمشر حسن روحاني د اسلامي انقلاب د ارواښاد مشر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت د کلیزې په درشل کښې د غبرګولې د میاشتې دیارلسمه(۱۳) ، څوارلسمه(۱۴) او پینځلسمه(۱۵) نیټه د ایران او د اسلامي انقلاب په تاریخ کښې د ډیرو مهمو او برخلیک ټاکونکو ورځو په توګه وبللې او ویې ویل په اسلامي انقلاب او غورځنګ کښې د امام خمیني رح د تفکر اساس خلک وو .
هغه وویل حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د انقلاب په حرکت کښې په وسله وال او چریکي جنګ پسې نه و او د هغه د نظر وړ حل لاره د اسلامي انقلاب د حرکت او غورځنګ له لارې سره د خلکو هم فکره کیدل او ولوله ناک کیدل وو .
د ایران ولسمشر حسن روحاني په دې خبرې سره چې امام خمیني رحمت الله علیه باوري وو خلک باید د ایران په اداره کولو او قدرت کښې اصلي او ټاکونکی رول ولري وویل ورځ تر بلې باید د امام خمیني رح او د هغه ایډیالونو ته نږدې شو .
هغه وویل د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي تل د رایو په صندوقونو کښې د زیاتو خلکو په ګډون ټینګار کړی پر دې اساس دغه لاره باید دوام ولري .
حسن روحاني وویل هغه نښې نښانې چې دنیا او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د نړۍ نورو هیوادونو ته مو وښودلې د اقتصادي پروژو پرانیستل وو چې له ټولو دباونو سره سره مو په یوه (۱)ورځ کښې د زرګونو میلیارډه تومانه پروژې پرانیستلې .