د حضرت امام خمیني رح د رحلت په هکله تسلیت وایو
(last modified Fri, 04 Jun 2021 00:01:40 GMT )
Jun 04, 2021 04:31 Asia/Kabul
  • د حضرت امام خمیني رح د رحلت په هکله تسلیت وایو

نن د چهارشنبې ورځ د یوزر څلوره سوم(۱۴۰۰) هجري لمریز کال د غبرګولې د میاشتې څوارلسمه(۱۴) ، د څوارلس سوه دوه څلویښتم (۱۴۴۲) هجري قمري کال د کوچني اختر د میاشتې درویشتمه (۲۳) او د دوه زره یویشتم (۲۰۲۱) میلادي کال د جون د میاشتې څلورمه (۴) نیټه ده چې د ایران د اسلامي انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الل علیه د رحلت له دوه دیرشمې(۳۲) کلیزې سره سمون خوري .

دوه دیرش (۳۲) کاله مخکې د ایران د اسلامي انقلاب بنسټګر روح الله موسوي خمیني رحمت الله علیه له اوه اتیا (۸۷) کاله ناستړي کیدونکي او هڅانده ژوند وروسته وفات شو .

امام خمیني رحمت الله علیه په ایران کښې د امریکا له لاسوهنو او د باچا له ظالم رژیم سره  خپلې مبارزې له دیارلس سوه دوه څلویښتم(۱۳۴۲) هجري لمریز کال څخه پیل کړې او بالاخره باچا رژیم هغه ترکیې او وروسته عراق ته جلاوطن کړ .

امام خمیني رحمت الله علیه په عراق کښې په دیارلس (۱۳) کاله جلاوطنۍ کښې د ډیرو شاګردانو په روزلو سربیره په ایران کښې د امریکا د ناجایزو تمو او د باچا رژيم د فاسد ماهیت په ایشوا کولو بوخت شو او د روښانه کونکو اعلامیو په خپرولو سره یې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب زمینې برابرې کړې .

بالاخره د مبارزې له زیاتولو او فرانسې ته د حضرت امام خمیني رح له هجرت کولو او ورپسې ایران ته د هغه له ولولې ډک راستنیدا وروسته په دیارلس سوه اوه پنځوسم (۱۳۵۷)هجري لمریز کال کښې د ایران اسلامي انقلاب بریالی شو .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي به د اسلامي انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت د دوه دیرشمې (۳۲) کلیزې په مناسبت نن د رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه وینا وکړي .

د مشر تابه د ستر مقام وینا به د ایران پریس خبري اژانس په شمول د ایران د اسلامي جمهوریت د ټیلي ويژن چینلونو او د راډیوګانو له لارې خپره شي .

د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن اداره صداو سیما د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانوته تسلیت وايي .

 

ټیګونه