د امام خمینی (ره) د تلین په مناسبت د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو بیانیه
(last modified Fri, 04 Jun 2021 08:17:08 GMT )
Jun 04, 2021 12:47 Asia/Kabul
  • د امام خمینی (ره) د تلین په مناسبت د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو بیانیه

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو په بیانیه کې ټینګار شوی: د فقیه له ولایت څخه ملاتړ او د انقلاب د اړتیاو په ډګر کې حضور د دښمنانو د دسیسو په وړاندې د هیواد له ساتنې تضمینوونکی دی.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د اطلاع رسونې د عمومي مرکز له راپور سره سم، سپاه پاسداران د حضرت امام خمینی ره د ۳۲ تلین په مناسبت د یوې بیانیې په صادرولو سره، استکبار سره مقابله او د انقلاب د اړتیاو په ډګر کې د خلګو دایمي حضور د امام د مفکورې له سبقونو او د دښمنانو د دسیسو له زیان او ضرر څخه د هیواد د ساتنې تضمینوونکې وباله.

د دې بیانیې په یوه برخه کې راغلې: د اسلامي انقلاب او د اسلامي جمهوریت  د فقید  او ستر بنسټ ایښودونکی امام خمینی ره له رحلت څخه د ۳۲ کلونو په تېرېدو سره د امامت او د صالح خلف د رهبری  د لمر په راختلو او د حضرت امام خامنه ای د وړ او غوره رهبری په ړنا کې انقلاب او د اسلامي جمهوریت له سختو او خطرناکو حالاتو وتلي دي او د نړیوال استکبار د دسیسو او د سیمه ایز ارتجاع په مقابل کې د کامیابي په تر لاسه کولو او په الهی نصرت باندې په باور او د خلګو په ملاتړ او په کورني ظرفیتونو باندې په تکیې سره توانیدلی دی چي د سیمي په تر ټولو ځواکمن او پیاوړی هیواد بدل شی او د نړۍ په کچه مثبت او برخلیک ټاکوونکی رول ولوبوي، چي د امله د اسلامي معرفت ولوري ته د نړیوالو اذهانو پاملرنه اوښتې او صهیونیزم تر دباو لاندې راولي او د خپل اقتدار پوري یې حیران کړي.

 

 

ټیګونه