د غبرګولې ۱۵ د ایران د ملت د ستر اسلامي غورځنګ پیلیدل وو
(last modified Sat, 05 Jun 2021 08:20:08 GMT )
Jun 05, 2021 12:50 Asia/Kabul
  • د غبرګولې ۱۵ د ایران د ملت د ستر اسلامي غورځنګ پیلیدل وو

نن د شنبې ورځ ده چې د دوه زره یویشتم (۲۰۲۱) میلادي کال د جون د میاشتې پینځمه او د یوزر څلورسوم (۱۴۰۰) هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې پینځمه (۵) نیټه ده چې په دیارلس سوه دوه څلویښټم (۱۳۴۲) هجري لمریز کال کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د تاریخي پاڅون له کلیزې سره سمون خوري .

د دیارلس سوه دوه څلویښتم(۱۳۴۲) هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې د پینځلسمې(۱۵) نیټې پاڅون د ایران د اسلامي انقلاب په تاریخ کښې د بدلون پیچومی او د ایران د ملت د اسلامي غورځنګ پیلامه و .

د پهلوي رژیم عواملو اته پنځوس (۵۸)کاله مخکې د غبرګولي د میاشتې په پینځلسمه (۱۵) نیټه  د قم په فیضیه مدرسې کښې د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه له ایشوا کونکي وینا وروسته په یوې(۱) ترخې پیښې کښې په دغه سپیڅلي ښار  کښې د امام خمیني رح په کور باندې حملې سره هغه ونیوه .

حضرت امام خمیني رح د حسیني عاشورا په ورځ د قم په فیضیه مدرسې کښې په یوې(۱) سختې وینا کښې له اسرائیلو رژیم سره د ایران د باچا له اړیکو او د پهلوي رژیم له جنایتونو پرده پورته کړه .

د ایران خلکو په بیلابیلو ښارونو  کښې د امام خمیني رح نیول کیدا ته په غبرګون کښې د باچا رژیم پرضد پراخې مظاهرې وکړې .

د دغو اعتراضونو په بهیر کښې د ایران د باچا رژيم د امنیتي ادارې ځپونکو ځواکونو د قم د فیضیه مدرسې په شمول په څاروي ډول بریدونو سره  ګڼ شمیر کسان شهیدان او ژوبل کړل او ډیر کسان یې ونیول .

دغه تاریخ پاڅون د ایران د پهلوي رژیم د ظالم حکومت په مقابل کښې د اسلامي غورځنګ د ټکر پیلیدل وو او د اسلامي انقلاب د فکري ، سیاسي او د ټولیز بنسټ د بڼه د خپلیدا لپاره یې مناسب شرایط برابر کړل .

د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د دیارلس وه دوه څلویښتم (۱۳۴۲) هجري لمریز کال د غبرګولې د میاشتې په پینځلسمه (۱۵) نیټه د باچا رژيم د ظالم حکومت پرضد سیاسي غورځنګ حساس پړاو ته ورداخل کړ او هغه څه د پاسه لس (۱۰) کاله خارج ته د جلاوطن کیدا په شمول ډیرې سختیانې او مشکلات وزغمل .

د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه غورځنګ له نولس سوه درې شپیتم (۱۹۶۳) میلادي کال څخه پیل شو او په نولس سوه نهه اویایم (۱۹۷۹) میلادي کال کښې دایران اسلامي انقلاب بریالیتوب ته ورسید او په یقین  سره د غبرګولي د میاشتې د پینځلسمې (۱۵) نیټې پاڅون د دغه اسلامي غورځنګ په بریالیتوب کښې مهم او ناانکاریدونکی رول ولوبوه .

 

ټیګونه