محمد جواد ظريف:
بلېنکن دې د برجام ايټمي موافقې ۳۶ بند ولولي
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د خپل امريکائي همرتبه د ادعا په ځواب کښې چې ويلي يې وو، معلومه نه ده چې ايران برجام ايټمي موافقې ته د ستنېدو لپاره چمتووالے ولري، وويل: کافي ده چې د دغې موافقې ۳۶ بند ولولئ.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف د برجام ايټمي موافقې د بيا عملي کېدو لپاره د ضروري اقداماتو په باره کښې د خپل امريکائي همرتبه د ادعاګانو په اړه ردعمل څرګند کړ.
د امريکې خارجه وزير آنتوني بلېنکن پرون په برجام ايټمي موافقه کښې د خپل هېواد د خلاف ورزۍ په نظر کښې لرلو نه بغېر د امريکې د پارلېمان د بهرنيو چارو د کمېټۍ په يوه غونډه کښې ادعا وکړه چې لا معلومه نه ده چې ايران دې برجام ايټمي مووافقې ته د ستنېدو لپاره ضروري چمتووالے يا ګروهنه ولري.
محمد جواد ظريف د امريکې د خارجه وزير د څرګندونو په غبرګون کښې په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل، لا معلومه نه ده چې د امريکې حکومت د دغه هېواد د مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او خارجه وزير مائک پومپيو د سياست څنګته اېښودو ته چمتووالے لري يا نه.
د ايران خارجه وزير په خپل ټوئيټ کښې زياته کړه، لا معلومه نه ده چې د امريکې ولسمشر او بلېنکن چمتو دي چې د ټرمپ او پومپئو له زيات نه زيات دباو سياست څنګته کېږدي او د چانې وهلو لپاره د دباو د اړم په توګه له اقتصادي ترهه ګرۍ څخه استفاده ختمه کړي يا نه. ايران په برجام پابند دے او کافي ده چې د دغې ايټمي موافقې ۳۶ بند ولولئ. د لارې د بدلولو وخت دے.»
د برجام د ۲۶ او ۳۶ بندونو له مخې په خپلو ژمنو باندې د مقابل لوري د نه پابندۍ په صورت کښې ايران حق لري چې د خپلو ژمنواجرا په کلي يا جزئي توګه اودروي.
ايران تاکيد کړے دے چې د بنديزونو د ختمېدو او له برجام ايټمي موافقې څخه د ايران د ګټورېدو په صورت کښې خپلو برجامي ژمنو ته ستنېدو ته چمتو دے.
د ايران اسلامي جمهوريت همدارنګ اعلان کړے دے د دې لپاره چې امريکه برجام ته ستنه شي او خپلې ژمنې اجرا کړي هيڅ نوے قېدو شرط او غوښتنې به ونه مني.