نېټو او اوۀ ډله دې د تشو وېناو په ځاے په نړيوالو قوانينو پابند اوسي
(last modified Wed, 16 Jun 2021 02:04:30 GMT )
Jun 16, 2021 06:34 Asia/Kabul
  • نېټو او اوۀ ډله دې د تشو وېناو په ځاے په نړيوالو قوانينو پابند اوسي

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند وويل، نېټو او اوۀ ډله يا جي سېون دې د تش وېناو په ځاے په نړيوالو قوانينو پابند اوسي.

د اېرنا د رپوټ له مخې سعيد خطيب زاده د اوۀ ډلې لخوا د ضرر کؤنکي لوري او خرابکاره لوري برابر ګڼل يوه عېب لرونکې او سياسي تګلاره وبلله او په نړيوالو قوانينو د نېټو او اوۀ ډلې غړيو هېوادونو د پابندۍ غوښتونکے شو.

خطيب زاده په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل: نېټو او اوۀ ډله په خپلې غميزناکې مخينې سره هيڅ  داسې اوچت حېثيت نه لري چې نورو ته نصيحت وکړي، په خاصه توګه ايران ته چې په سيمه کښې د صلحې او امنيت سېمبول  دے.

د ايران د خارجه وزارت وياند زياته کړه، نېټو او اوۀ ډله دې د تشو وېناو په ځاے په نړيوالو قوانينو پابند اوسي

د اوۀ ډلې سرمشرانو د خپلې وروستۍ غونډې په بيانيه کښې د سيمې په ثبات او قرارۍ کښې د ايران د اسلامي جمهوريت تاثير کؤنکي رول ته په اشارې سره د ايران په خلاف بې بنياده تورونه مطرح کړل.

 

ټیګونه