د ایران ملت په تپلي اقتصادي جنګ کښې مقاومت وکړ
(last modified Wed, 16 Jun 2021 07:42:00 GMT )
Jun 16, 2021 12:12 Asia/Kabul
  • د ایران ملت په تپلي اقتصادي جنګ کښې مقاومت وکړ

زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل د ایران ملت په درې نیم کاله تپلي اقتصادي جنګ کښې ډیر وکړید خو وتوانید چې د دښمن په مقابل کښې مقاومت وکړي .

هغه د کابینې غونډې ته وویل په درې نیمه کاله اقتصادي جنګ او د ایران پرضد د بایکاټ په وخت کښې مو ډیر ګواښونه په فرصتونو بدل کړل او هغه ګواښونو مو له مینځه یوړل .

حسن روحاني په دې خبرې سره چې په دغو درې نیمو کلونو کښې ونه توانیدو له تیلو څخه د بودجي لپاره استفاده وکو او تیر کال د تیلو د بودجې ونډه له دولس زره(۱۲۰۰۰) میلیارډه تومانو څخه دوه نیم فیصده وویل مونږ په دغو شرایطو کښې له تیلو پرته بودجه پلان کړه او چا فکر هم نه کاوه چې له تیلو پرته بودجه پلان کړو .

د ایران ولسمشر حسن روحاني د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ګډون په اهمیت باندې ټینګار سره وویل په دغو ورځو کښې ټولو مهمه مسله چې مخ ته یې لرو د غبرګولي د میاشتې اتویشتمه (۲۸) نیټه  چې د انتخاباتو ورځ ده او انتخابات تل زمونږ لپاره مهم وو او دي او برخلیک ټاکونکي دي .

 

ټیګونه