ولسمشر روحاني:
د رایو صندوقونو ته په حاضرېدو سره د دشمن آرزوګانې پوره کېدو ته پرې نږدوو
Jun 17, 2021 16:16 Asia/Kabul
د اېرنا د رپوټ له مخې حسن روحاني نن وويل: دښمنان په سړه توګه د انتخاباتو په تکل کښې او نو عوامو ته پکار دي چې د رايو صندوقونو ته په تود شتون سره د دښمنانو د ارزو پوره کېدو اجازه ورنه کړې شي.
هغه زياته کړه سبا د غبرګولي اتويشتمه ډېره مهمه ورځ ده.
هغه همدارنګ وويل: دې لپاره چې ولسمشر د کورنيو مسائلو او مشکلاتو او نړيوالو مسائلو دهواري لپاره په لا زيات قوت او توان سره کار او فعاليت وکړې شي د خلقو رائې او په ډګر کښې د هغوي شتون ډېر تاثير کونکے دے.
هغه تاکيد وکړ چې هيله من يم چې په شانداره توګه انتخابات وکړوو او سبا ورځ په تاريخي پاڼو او د اسلامي انقلاب په تاريخ کښې په ښکلا سره د يوې بلې پاڼې په توګه ثبت شي او مونږ ټول په خپله دنده او فريضه عمل وکړوو.